افغانستان

جنرال رازق: د بشري حقوقو د څار سازمان په راپور کې د طالبانو لاس دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۱مه ۱۳۹۳ل): د کندهار امنیه قومندان وايي چې د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان په وروستي راپور کې طالبان لاس لري.

د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان د جنرال رازق په شمول د ګډ حکومت اته لوړپوړي چارواکي د بشري حقوقو ناقضین بللي.

د نوموړي سازمان په راپور کې راغلي چې عطا محمد نور، حکیم شجاعي، خیرمحمد تیمور، اسد الله خالد، جنرال رازق او عزیز الله په جنسي تیریو، شکنجو، خپلسرو زندانونو، غلاوو او قتلونو تورن دي.

د کندهار امنیه قومندان نن په یوې خبري غونډه کې نوموړی راپور په دې دلیل د طالبانو دسیسه وبلله چې په وینا یې د طالبانو دریوو مشرانو (ملا عباس، ملا جلیل او عبد الحق) د «یوناما» له چارواکو سره کتلي دي او د ده او اسد الله خالد په اړه یې منفي څرګندونې کړي.

اسد الله خالد د ملي امنیت پخوانی رئیس وه چې د ۲۰۱۲ کال په ډیسمبر کې د یو سرتیري برید په نتیجه کې سخت ټپي شو. د موثقو سرچینو پر اساس، د اسد الله خالد معالج ډاکټران د هغه صحي وضعیت د دې جوګه نه بولي چې بیا د وظیفې پر څوکۍ کښیني او د تل لپاره یې نوموړي ته پر کور د کښیناستلو سپارښتنه کړې.

خو جنرال رازق په دې اند دی چې طالبانو د «یوناما» چارواکو ته ویلي چې د ده او اسد الله خالد په شتون کې په افغانستان کې ژوند نه شي کولای. نوموړی ادعا کوي چې ځکه «یوناما» دغه راپور ورکړ.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي اداره ده، اما یاد راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان لخوا خپور شوی وه.

خو جنرال رازق دا نه ده واضحه کړې چې د دواړو مستقلو سازمانونو کاري توپیر او د فعالیتونو جلا ساحو ته په کومه سترګه ګوري.

تر دې وړاندې به دولتي چارواکو د هرې امنیتي پيښې پړه په طالبانو اچوله، خو دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی چارواکی طالبان د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان په راپور کې په لاس لرلو تورنوي.

ویل کیږي چې د ګډ حکومت ګڼ چارواکي دولت او بهرنیانو ته د ځان نږدې کولو په موخه هڅه کوي ځان د طالبانو دښمنان معرفي کړي او داسې وښيي چې ګواکې دوی د طالبانو له مهمو اهدافو څخه دي.

د دولتي چارواکو په مینځ کې داسې باورونه شته چې امریکایان د هغو چارواکو جنګي جنایتونه او د بشري حقوقو سرغړونې له پامه غورځوي چې له طالبانو سره ښه جګړه کوي او یا د جګړې تمه ترې کیدای شي.

د بشري حقوقو نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې امریکا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د یادو جنګسالارانو ملاتړ کړی او د دغه ملاتړ په ډاډ هغوی بشري حقوق تر پښو لاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x