افغانستان

بغلان: د پنځو پولیسو په ګډون پنځلس تنه غله نیول شوي دي

arbaki_in_baghlanنن ټکی آسیا: د بغلان چارواکي وايي چي په تیرو دوو ورځو کې يې پنځلس تنه غله نیولي دي.

نن د بغلان د امنیه قومندانې ویاند جاوید احمد رسنیو ته وویل چي په تیرو دوه ورځو کې پولیسو د بغلان ولایت اړوند د سالنګ په ځینو سیمو کې پنځلس تنه وسله وال غله نیولي دي.

د نومړي په وینا ددغه غلو سره یوه عراده موټر هم وو، چي د سپکو او درندو وسلو ډک وو.

هغه زیاته کړه چي دغه غلو پر لویو لارو د خلکو څخه په غیر قانوني توګه پيسې اخیستلې، او لاري يې شکولې.

ویل کیږي چي په نیول شویو کسانو کي پنځه ته پولیس هم دي، چي ددغو غلو سره يې همکاري کوله، او د غلو سره يې په ګډه خلک شکول، او یايې د هغوی سره په غلا کي کومک کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x