
د ننګرهار پوهنتون استادانو تنخواګانې لوټ شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۱مه ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي، چې نا څرګندو غلو د ننګرهار پوهنتون د استادانو تنخواګانې لوټ کړي دي.
د ننګرهار پوهنتون چارواکي وايي، چې نن له غرمې مخکې لس بجې سرخرود ولسوالۍ نظر اباد سيمه کې نا څرګندو غلو د ننګرهار پوهنتون د استادانو تخواګانې تښتولي دي.
د ننګرهار اسلامي پوهنتون وياند محمد فاضل رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نا څرګندو غلو پر هغه موټر بريد کړی، چې د استادانو تنخواګانې يې لېږدولې او څه کم لس ميليونه افغانۍ تښتولي دي.
د ننګرهار پوهنتون يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې غلو شاوخوا دوه سوه لکه افغانۍ تښتولي دي.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي پېښه تاييد کړې او وايي، چې د غلو پلټنه يې پيل کړې ده.
پاتې دې نه وي، چې درې مياشتې وړاندې هم ياده سيمه کې د ننګرهار پوهنتون د محصلينو اته ميليونه افغانۍ بدل اعاشه هم نا څرګندو غلو تښتولې وې.
د درې مياشتو په تېرېدو لا هم د يادې قضيې په پلټنو کې څه پرمختګ نه دی شوی او نه هم د يادې پېښې په اړه څوک نيول شوي دي.