ورزش

نړیوال جام: سویلي افریقا د اماراتو لوبډلې ته په ۱۴۶ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه ۱۳۹۳ل): نن د کرکټ نړیوال جام ۳۶مه لوبه د سویلي افریقا او متحده عربي امارات لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې د اماراتو لوبډلې په ۱۴۶ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د اماراتو لوبډل مشر وګټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. سویلي افریقا لومړۍ توپ وهنې سره ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۴۱ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د سویلي افریقا لپاره ډي ویلیرز په ۸۲ توپونو ۹۹، مېلر په ۴۸ توپونو ۴۹ او روسوو په ۴۹ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې بهارډین په ۳۱ توپونو ۶۴ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د اماراتو لوبډلې لپاره محمد نوید تر ټولو غوره توپ اچونکی ثابت شو. محمد نوید خپل ۱۰ اورونو کې ۶۳ منډې ورکړې او دسیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

په ځوابي توپ وهنه کې اماراتو لوبډلې د لوبې په ۴۷.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۹۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۴۶ منډو په توپیر د سویلي افریقا په ګټه وبایلله.

نننۍ لوبه کې د اماراتو لوبډلې لپاره شایمان انور په ۶۴ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې. پټېل په ۱۰۰ توپونو ۵۷ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د سویلي افریقا لپاره فلینډر، مورکل او ډي ویلیرز دوه دوه ویکټې واخیستې. فلینډر خپل ۸.۳ اورونو کې ۳۴، مورکل خپل ۱۰ اورونو کې ۲۳ او ډي ویلیرز خپل ۳ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x