افغانستان

ایساف وايي په جنوب کي مو دوه تنه بهرني عسکر وژل شوي

injured_us_soldierنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کي د بهرنیو ځواکونو دوه سرتیري ووژل شول.

دا خبر په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه نن د سه شنبې په ورځ خپور شو.

په خبرپاڼه کي وویل شول چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخو کې د دوه جلا جلا چاودنو له کبله د ایساف دوه تنه عسکر ووژل شول.

باید وویل شي چي تیره ورځ طالبانو د افغانستان په جنوبي ولایتونو هر یو کندهار، هلمند او زابل کي پر بهرنیو ځواکونو د لږ تر لږه پنځو چاودنو خبر ورکړی وو، او ویلي يې وو چي په دې چاودنو کې بهرنیانو ته درنده مرګ ژوبله رسیدلې.

ددې عسکر د وژل کیدو په اعلان سره ایساف دا ومنله چي په روانه میلادي میاشت کي ددوی ۲۲ تنه عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x