افغانستان

اشرف غني د اقبال ساپي له لوري د شوي قتل د څېړنې غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ولسي جرګې د غړي اقبال ساپی له لوري د شوي قتل د څېړنې غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې له قاتل سره به قانوني چلند کوي.

اقبال ساپي د روانې میاشتې په ۱۹مه د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د خپل مرمۍ ضد موټر په وسیله یو ټکسی چلوونکی وواژه او له وژلو وروسته يې خپل ټپیان تر روغتونه ورسول او د جهانګیر په نامه وژل شوی ټکسي چلوونکی يې پر ځای پرېښود.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني لويې څارنوالي ته د دې پېښې د څېړلو امر کړی او ویلي يې دي چې باید په هر اړخیز ډول جدي تر څېړنې لاندې ونیول شي.

په خبرپاڼه کې د اشرف غني له خولې ویل شوي چې د قانون حاکمیت د افغانستان د خلکو د غوښتنه او د دولت په لومړیتوبونو کې راځي او په خبره يې د ثبوت په صورت کې به له قاتل سره قانوني چلند وشي.

ویل کېږي جهانګیر له لوګره تر کابله ټکسي موټر چلاوه چې په وژل کېدو يې څلور ماشومان بې یتیمان پاتې شول.

اقبال ساپی چې په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی دی پخپله هم د جهانګير فاتحې ته ورغلی و او ویلي يې دي، چې قاتل يې د ده موټرچلوونکی دی، چې په خبره يې محاکمې ته حاضر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x