افغانستان

ننګرهار: افغان ځواکونو د قومي مشر په ګډون شپږ ملکي وګړي وژلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په غني خیل ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د عامو خلکو په کورونو عملیات ترسره کړي.

راپورونه وايي چې په دغو عملیاتو کې چې د تېرې شپې په ۳ بجې پیل شول او مازدیګر پنځه بجې پای ته ورسیدل، د یادې ولسوالۍ په «ګلايي» کلي کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د دوه ښځو په شمول یې ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په ننګرهار کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې په دې عملیاتو کې یو قومي مشر (نیاز ګل)، د هغه زوی او د کورنۍ یو بل غړی یې په خپل کور کې د افغان ځواکونو په ډزو ځای پر ځای وژل شوي دي.

د سیمې یو اوسیدونکي د تلیفون پر کرښه نن ټکی اسیا ته ویلي چې په وژل شوو کسانو کې یو تن د چرګانو فارم درلود او په داسې حال کې له چورلکې څخه په نښه شو چې نوموړی په خپل فارم کې په کار بوخت وه.

نوموړي زیاته کړې د وژل شوو کسانو تر څنګ نور شپږ تنه ملکي وګړي په زور له کور څخه ایستل شوي او نیول شوي دي.

نوموړی وايي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو د یو دکاندار (غلام نبي) په کور چاپه ووهله، نوموړي او د هغه یو زوی یې له ځان سره یووړل، چې زوی یې د تورخم- جلال اباد پر لار د سپرلۍ موټر چلاوه، افغان ځانګړو ځواکونو پرې لومړی ډزې وکړې او بیا یې په زخمي حالت کې په کشولو له کوره وایست.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په دې عملیاتو کې ټول وژل شوي، زخمیان او نیول شوي کسان عام ملکي وګړي دي او له طالبانو سره هیڅ تړاو نه لري.

هغوی وايي چې د عملیاتو هدف معلوم نه وه، عسکر د هر چا په کور ورختل او که هر څوک به په مخه ورغی ډزې یې پرې کولې. هغوی زیاتوي چې د وژل شوي قومي مشر (نیازګل) دوه زامن په ملي اردو کې دندې لري او په کلي کې د طالبانو په مخالفینو پیژندل کیږي، خو بیا هم د نوموړي په کور چاپه ووهل شوه او د کورنۍ د دوه غړو سره یو ځای ووژل شو.

په عملیاتو کې افغان ځواکونو په ښځو هم ډزې کړي، چې د تر لاسه شوو راپورونو پر اساس دوه تنه ښځې هم ټپیانې شوي.

تر اوسه امریکایانو یا افغان دولت د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله

نیازګل او ورسره شپږ تنه ټول ### طالبان دپاکستان د استخباراتو ### و او ملي اردو ډیر پر ځای کار وکړ چې دا### یې ددوزخ کندې ته ټیله کړل ، نن ټکی اسیا ځان مه تیرباسه ته دافغانستان دزرګونو ویب پاڼو ، سلګونو اخبارونو سللګونو راډیو ګانو او لسګونو ټلویزیونونو پروړاندې هیڅ کله هم مطبوعاتي سنګر نه شی نیولی ، ستاسې کیسه نوره ختمه ده ، تاسې دتاریخ کندې ته لویدلي خلک یاست .

khalidafghan

ذبیح الله زماپه فکردامریکانوډالرډیراخیستی چه دهغوی خلاف یوراپورهم نسی زغملای ځکه بیانمک حرام بلل کیږی نودغه گستاخ که دغه راپورغلط بولی دسنګین پرمظلوم اولس اوداسی دهیوادپه ګوټ ګوټ کی ورته مثالونه خوراډیردی چه امریکااودهغوی ټول په یوه خوله منی چه دادوی کړی هغه څنګه توجیه کوی افسوس خوپیسی اوغلام ضمیردخپل بادارهرڅه بدتوجیه کوی کوم دعوه چه دپاکستان داستخباراتی کړیوکوی دیومتل مطابق چه وایی په ځان کی وینی په جهان کی وینی

نور خان

نن ### د پاکستاني استخباراتو له خوا چلول کیږي ټول دروغ خپروي او د طالب ظالم پلوي کوي چي اوس ستاسو ### څیره افغانانو پیژندلي ده ###

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x