افغانستان

د طالبانو سیاسي دفتر: کابل سره د مذاکراتو خبرې یوازې تبلیغاتي جګړه ده

.نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۱مه ۱۳۹۳ل): طالبانو یو ځل بیا د ګډحکومت سره د مذاکراتو خبرې رد کړي او دا يې تبلیغاتي جګړه بللې.

د افغانستان د حکومت او د طالبانو د اسلامي امارت تر منځ د مذاکراتو په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا یوازي یو تبلیغاتي جګړه ده چې د اسلامي امارت پر ضد پر مخ وړل کیږي.
د طالبانو سیاسي دفتر خبرپاڼه زیاتوي چې سوله‌ییز او هوسا ژوند د هر افغان اساسي غوښتنه ده او دا یوازي هغه وخت ممکنه ده چې یرغلګر ځواکونه د هیواد اشغال ته د پای ټکی کښيږدي، او افغان ولس ته خپل ثابت حق چې خپلواکي ده، بېرته ورکړي.

د طالبانو سیاسي دفتر چې په ۲۰۱۳ز کال کې په قطر کې پرانېستل شو او بیا د دفتر د لوحې او بیرغ پر سر د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت د کلک مخالفت له کبله وتړل شو، دا لومړی ځل دی چې په خپل نوم خبرپاڼه خپروي.

د طالبانو سیاسي دفتر خبرپاڼې کې ویل شوي چې اسلامي امارت له پخوا د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره دوه اړخیږي او ښې اړیکي لرلي، او له همدې کبله وخت په وخت بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوي، او هڅه کوي تر څو نړیوالو ته خپل د ولس د مظلومیت او مشرعیې داعیې اواز ورسوي.
طالبانو رد کړې چې دوی تر اوسه هیڅ یوه هیواد ته «د کابل د ادرې» سره د خبرو او مذاکراتو په موخه سفر نه دی کړی، او نه یې هم له چا سره په دې تړاو کومه غونډه او ملاقات کړی.

هغوی ویلي چې «دوی که کله د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د کابل د ادارې سره کوم ګام پورته کوی، نو هغه به د خپلو رسمي جهتونو له خوا له خپلو مجاهدینو، ولس او نړۍ سره شریکوي».

د طالبانو د سیاسي دفتر د خبرپاڼې بشپړ متن

د سولې او مذاکراتو د آوازو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعلامیه

له څه وخت راهیسي په رسنیو کې د کابل ادارې او اسلامي امارت تر منځ د خبرو او مذاکراتو آوازې ډېرې ګرمې شوې دي. په داسې حال کې چې دا ډول آوازې هېڅ حقیقت نه لري، نه د اسلامي امارت له خوا د کابل له ادارې سره اړیکې نیول شوې دي او نه یې بل چا ته دنده سپارلې ده.

په دې کې شک نشته چې هوسايي او آرامي د هر ولس په ځانګړي ډول افغان ولس اساسي غوښتنه ده، خو دا هغه وخت تر سره کېږي چې یرغلګر ځواکونه زمونږ د هېواد اشغال ته د پای ټکی کېږدي، او د افغان ولس تروړل شوی مسلم او ثابت حق ( خپلواکي) اعاده کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د همدې موخې لپاره له دیارلسو کلونو راهیسې د یرغلګرو په وړاندې په مقدس جهاد لاس پورې کړی، او د نظامي فعالیت تر څنګ یې له څو کلونو راهیسې سیاسي هڅې هم پیل کړې دي، تر څو د خپل هېواد اشغال پای ته ورسوي، او یو افغان شموله خپلواک اسلامي نظام پکې را منځ ته کړي.

د اسلامي امارت سیاسي دفتر په تېر کې ډېرې هڅې کړې، او لا لګیا دی چې له سیاسي لارې د هېواد اشغال ته د پای ټکی کېښودل شي، خو متاسفانه چې د ځینو شرخوښو څېرو او لوریو له خوا نوموړې هڅې له خنډ سره مخ شوې.

اسلامي امارت له پخوا نه د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره دوه اړخیزه او ښې اړیکې لري، چې په ترڅ کې يې وخت په وخت د نړۍ مختلفو هېوادونو ته سفرونه کړي او کوي یې تر څو نړیوالو ته د خپل ولس د مظلومیت او مشروع داعیې آواز ورسوي.

البته دسیاسي دفتر غړیو تر اوسه هېڅ کوم هېواد ته د کابل له ادارې سره د خبرو او مذاکراتو په موخه نه سفر کړی، او نه یې له چا سره کومه غونډه او ملاقات کړی دی.

که څه هم چې د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو له خوا څو څو ځله دا ډول آوازې په خپل وخت رد شوې دي، خو دا چې د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر د امارت د سیاسي چارو د پر مخ وړلو یوازینی آدرس دی، نو خپلو مجاهدینو وروڼو، ولس او نړۍ ته په ډاګه کوي چې کومې آوازې چې په رسنیو کې وخت په وخت سر را پورته کوي، یوازې یوه تبلیغاتي جګړه ده چې داسلامي امارت په وړاندې پر مخ وړل کېږي.
د یادونې ده چې کله که د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو او خپلو ملي ګټو په رڼا کې د خبرو اړوند کوم ګام پورته کوي هغه به د خپلو اړونده رسمي جهتونو له خوا خامخا له خپلو مجاهدینو، ولس او نړۍ سره شریکوي.

د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر
۱۴۳۶/۵/۲۱
۲۰۱۵ / ۳ / ۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x