افغانستان

دفاع وزارت: په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې

carries_his_wounded_colleagueنن ټکی آسیا: دفاع وزارت وايي چي په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د بیلا بیلو عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو شل تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي د تیرو څلورویشتو ساعتونو په موده کې د فاریاب، زابل، پکتیا او وردګ په ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو څلور تنه عسکر مړه او شپاړس نور ټپیان شول.

په خبرپاڼه کې د ټپی شویو عسکرو د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دومره ویل شوي چي هغوی د درملني لپاره روغتونونو ته انتقال شوي دي.

طالبانو ددې خبرپاڼي په اړه کوم ډول څرګندوني نه دي کړې، خو هغوی په خپلو راپورونو کې تر دې زیات شمېر عسکر وژل شوي اعلان کړي دي، او د زیاتو بریاوو خبرونه يې ورکړي دي.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

نن ټکی آسیا: ملي دفاع وزارت وايي چي په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د بیلا بیلو عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو شل تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي د تیرو څلورویشتو ساعتونو په موده کې د فاریاب، زابل، پکتیا او وردګ په ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو څلور تنه عسکر مړه او شپاړس نور ټپیان شول.

په خبرپاڼه کې د ټپی شویو عسکرو د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دومره ویل شوي چي هغوی د درملني لپاره روغتونونو ته انتقال شوي دي.

طالبانو ددې خبرپاڼي په اړه کوم ډول څرګندوني نه دي کړې، خو هغوی په خپلو راپورونو کې تر دې زیات شمېر عسکر وژل شوي اعلان کړي دي، او د زیاتو بریاوو خبرونه يې ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x