ورزش

وروستۍ سیالي؛ افغان لوبډله د ګټلو لپاره وروستۍ هڅې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۱مه ۱۳۹۳ل): افغانستان او انګلستان سبا د مارچ پر ۱۳مه په سیډني کې سره مخامخ کیږي. دواړو یوه یوه لوبه ګټلې او دواړو سکاټلینډ مات کړی. انګلستان چې له قوي لوبډلو شمېرل کیږي په روان نړیوال جام کې ناکام شوی، په ۵ لوبو کې يې ۴ بایللي او یوازې یوه لوبه یې ګټلې.

دواړه لوبډلې مساوي پواینټونه لري، دواړه لوبډلې کوښښ کوي چې د ګروپ له اخره ځان پورته کړي. انګلستان کوښښ کوي افغانستان څخه د بایلاته ځان وساتي، افغانستان بیا په دې هڅه کې دی چې وروستۍ لوبه وګټي او هېواد ته وروستۍ خوشحالي راوړي.

افغان ملي لوبډلې لپاره ښه خبر دادی چې د انګلستان دوه پیاوړي لوبغاړي ټپیان دي او په سبانۍ لوبه کې نه لوبیږي. یو هم تکړه توپوهونکی او بل هم تکړه توپ اچوونکی دی.

«د انګلستان د ماتولو وړتیا لرو»

د افغانستان کرکټ لوبډلې روزونکی وايي چې افغان لوبډله ددې وړتیا لري چې انګلستان ته ماتې ورکړي.
هغه وايي چې د سري لنکا سره یې د لوبې ګټلو ښه چانس درلود او اوس د د انګلستان سره په لوبه کې لا ښه چانس لري چې لویه بریت لاسته راوړي.

مولز زیاته کړې چې دی غواړی چې افغانان په خپل افغاني لاره خپله لوبه وکړي او د لوبې په کولو کې ازادي ورکړي.

وروستۍ سیالۍ

په وروستیو پنځو سیالیو کې انګلستان او افغانستان دواړو په پنځو سیالیو کې ۱ ګټلې او څلور یې بایللي دي. دواړه لوبډلې د روان نړیوال جام د پایلوبو څخه وتلي دي.

وروستۍ خبره

افغانستان په نړیوالو یو ورځېنۍ سیالیو کې په لومړي ځل د انګلستان سره مخامخ کیږي. تر دې وړاندې دواړه لوبډلې په ۲۰۱۲ز کال کې په ۲۰ اوریزو سیالیو کې سره مخامخ شوي وو چې لوبه د افغانستان په ماته تمامه شوې وه. همدا راز دا لومړی ځل دی چې په سیډني کرکټ لوبغالي کې لوبیږي. دغه لوبغالی د نړۍ له مشهورو لوبغالو څخه دی.

دواړه لوبډلې د ګټلو لپاره بې سارې هلې ځلې کوي. انګلستان په روان نړیوال جام کې رسوا کوونکي ماتې خوړلي او افغانستان بیا د وروستۍ لوبې په ګټلو سره غواړي افغانستان ته د یوې ښې لاسته راوړنې سره راشي.

لوبه سبا /مارچ ۱۳مه/ د کابل پر وخت په ۸ بجو پیلیږي. مینه‌وال کولای شي لوبه په ژوندۍ بڼه د نن ټکی اسیا د لارې وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x