
ګډ حکومت د پاشل کېدو په درشل کې – سرلیکنه
نن ټکی اسیا – سرلیکنه: ګډ حکومت چې د جان کیري تر وصایت لاندې د افغانستان د اساسي قانون خلاف جوړ شو له پیله یې د عدم بقاء او ژر پاشل کیدو امکانات لیدل کیدل .
اوس چې د یاد حکومت له جوړیدو پوره (۶) میاشتې تیرې شوې لا یې هم کابینه یې نیمګړې ، ستره محکمه ، لویه څارانوالې ، کابل ښاروالي ، د افغانستان بانک بي مشره ، ۳۱ ولایتونه د سر پرست والایانو لخوا اداره او په خارج کې ۲۳ سفارتونه د قانوني سفیرانو له شتون پرته فعالیت کوي.
پر دغو ټولو اداري او تشکیلاتي نیمګړتیاوو سر بیره د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني او د حکومت د نورو ګډنوالو او سیاسي شخصیتونو تر منځ د حکومت پر خارجي تګلارې سخت اختلافات موجود دي.
په دغو چارواکو کې د مشرانو جرګې مشر ښاغلی فضل هادي مسلمیار، د بلخ ولایت سر پرست جنرال عطاء نور، او همدا راز پخوانی ولس مشر ښاغلی حامد کرزی شامل دي چې په رسمي جلساتو او له رسنیو سره په مرکو کې یې د پاکستان په اړه د حکومت پر تګلارې له ګواښه ډک غبرګونونه ښودلي .
ښاغلی مسلمیار وړمه ورځ د مشرانو جرګې په رسمي غونډه کې وویل چې دوي ته هغه د سولې خبرې هیڅکله د منلو وړنه دی چې پاکستان ته ورکي امتیاز ورکړل شوی وي .
همدا راز د جمعیت اسلامي ګوند مهم غړی او د بلخ ولایت سر پرست ښاغلی جنرال عطاء ګواښ وکړ چې هغه سوله او سوله ییز مذاکرات چې د ده په خبره د ټولو اسلامي تنظیمونو په تیره د جمعیت اسلامي مشوره ورکې نه وي اخیستل شوې او د هغې جریان ټکي په ټکي او ګام په ګام له دوی سره نه وي شریک شوی په هیڅ صورت نه د سولې مفهوم لري او نه دوی ته د منلو وړ دي .
د شمالي ټلوالې یو بل مهم غړی ولي مسعود هم د ملي یووالي حکومت پر پالیسیو د نیوکې تر څنګ هغه یو بي مفهومه مسمي بللی چې له تیرو ۶ میاشتو راهیسې یې نه د ملي توب او نه یې هم د ملي وحدت لپاره کار کړی .
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له ګار ډین ورځپاڼې سره په مرکه کې د سولې د مذاکراتو په اړه د ګډ حکومت پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي دي چې په دې کار سره مونږ په لوی لاس د خپل هیواد خارجي تګلاره پاکستان ته سپارل غواړو.
د ګډ حکومت داخلي اختلافاتو ، تشکیلاتي نیمګړتیاوو او د هیواد د محوري قضایاوو په اړه د هغه ناقصې پالیسې ته په کتو سره د اسې ښکاري چې د هغه مشران د افغانستان غوندي بحران ځپلي هیواد د رهبري توان نه لري او کیدای شي د هغوی د غه امنیتي ، سیاسي او اداري ناتواني د ګډ حکومت د پاشل کیدو او ړنګیدو لامل وګرځي. چې د حکومت د پاشل کیدو او په هیواد کې د راتلونکي هر ډول ګډوډي مسؤلیت به بیا هم هغو امریکایانو ته متوجه وي چې د افغان ولس د ارادې او غوښتنې خلاف یې ورباندې دغه نا قانونه حکومت تحمیل کړی و.
هو د کروز توغنديو، د ۲۰۰۰ پونډه په وزن بمونو، د سونو لکه ډالرو په بيه ټانکونو او الوتکو، د ډرون الوتکو، د ۴۰ زبرو هيوادنو د مجهز ليوانو (عسکرو) په کمک، د بي ۵۲ الوتکو په مټ او تر سا يې لاندي د خاشو او عنکبوت د ځالي په څير حکومت ته حکومت ويل عجيبه او خطا يستونکې توجه ده۔
خدای دي ټوټه ټوټه کړي دا دجان کیري سرېښ شوی حکومت ،