مسلمان ماشومان او د غربي میډیا اثر

لیکوال: عبدالباسط عبدالصمد

غربي نړۍ د مسلمانانو د فکرونو د بربادولو لپاره مختلفې وسیلی په کار اچولي، د مسلمانانو د اخلاقو، عاداتو، فکرونو، علاقاتو او دیني اصولو د تخریب کولو لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي، خو افسوس نن مسلمان هم د هغوي عادتونه خپلوي، او دنشر او پراخیدو په برخه کې لاډیره مرسته ورسره کوي، غرب زمونږ د نوي نسل د بربادولو لپاره مختلفې لارې ګوري او څارې، چي ددې د جملې نه یوه خطرناکه وسیله میډیا ده.

میډیا د خلکو فکرونه خپل ځان اړخ ته راجذبوي، او دا کوشش کوي چې ددې په واسطه دغه اسلامې فکر خراب کړي، لکه څرنګه چې دوی خپلو غربیانو ته د اسلام دین یو تحریف شوی دین ورښایي، میډیا زمونږ لویان څه چې زمونږ د نوي نسل او ماشومانو د ذهنونو د خرابولو هڅې او کوښښونه پیل کړی، د نمونې په توګه:

کارتون :

غرب نن زمونږ په تعلیمې ادارو، د ژوند چارو، معاملو، اخلاقو، او حتی په دیني لارښونو کې هم لاس وهنه کوي .
کارتون د کاغذ پر مخ یو رسم او دشکلونو جوړښت دی، دوی دې ته یو   تمثیلی بڼه ورکوي، دا کارتون دوی د ماشومانو لپاره په تلویزیون او نورو لارو خپروي، په دې کارتون کې دوی خپل عادتونه، دژوند لارې، غربي اخلاق او خویونه، او د غربي فکر د پراخیدو لپاره د ماشومانو په ذهنونو کار کوي او د ماشومانو په ذهنونو کې وراچول کیږي، بیا وده ورکوي تر څو دغه فکر ددې ماشوم په ذهن  کې ځای ونیسي، تر څو ددې ماشومانو ذهنونه په اجتماعي، اخلاقي، نفسي، او دینې برخو کې فاسد کړي .

دماشوم مثال دنیالګي دی که سم دې ودرولو نو سم او سیده به وي، خو که خراب او کوږ دې ودرولو نه دا به تر اخره کوږ وي .

په کارتون کې د غربیانو فکرې لارښونې :

شرابو څښل: شرابو ته دماشوم توجه او فکر برابرول، او دا ورته د یو مشروع په څیر وپیژندل، حال دا چې دا د غربیانو یو اجتماعي عمل دی.

نامشروع تعلقات : په دې فلمونو کې د ماشومانو لپاره د پردیو نامحرمو سره تعلق ساتل او دهغوی سره ناسته ولاړه او وخت تیرول ورښودل کیږي، او بیا چې کله دا ماشوم لوی شي نو دا ورته یو مباح عمل ښکاري .

په دې کارتوني فلمونو کې لکه (سوپر مين) او همداسې نور د خلکو د ژوند دژغورلو هڅه کوي، خو ماشومانو ته د غرب هغه نقص نه ښکاري کوم چې د هغوی اصلي هدف دی .

په ځینې کارتوني فلمونو کې مثلا (فنډرکاتس) چې داد خیر او شر تر مینځ جنګ کوي، یا په بله معنی : غرب ته خیر او اسلام ته شر واي، دا هم د ماشومانو ذهنونو ته وراچوي او اسلام ورته شر ورپیژني .

ددې فلمونو یو څو منفي اړخونه :

دغه عادتونه کوم چې دې ماشوم ددې فلمونو څخه زده کړي دا خپلوي، او دا یو منل شوی حقیقت دی .

کله چې داماشوم لوی شي او په خپلو سترګو اجتماعي ټولنه وګوري، او په دې عادتونو، کړنو او اخلاقو کې توپیر وویني نو فکر یې نه رسي چې دا څه دي . که چرته منکر او د اسلام خلاف کارونه ووینې نو دا ورته مباح ښکاري .

دغه فلمونه زیاتره د نورو دعادتونو او اخلاقو نه بحث کوي، د مسلمان فکر تخریبوي، او د مسلمان عقیده فاسدوي.

دا ماشوم د ماشومتوب نه تر لویوالي هیڅ د صحیح او غلط توپیر نه شي کولای .

ددې فلمونو نقصان ډیر زیات دی، او دژوند په ټولو مرحلو کې د ځان لپاره صحیح لار نه شي موندلی.

د غربي نړۍ او دهغوي دسیسو ته بیداره او ویښ ووسئ، دا یواځې دا کارتوني فلمونه نه دي بلکې ډیر نور داسې شیان دي لکه رسالې، مجلې، خیریه کړنې او موسسې چې زمونږ د عقیدې او اسلامي ورورګلوۍ د فاسدولو لپاره په کار اچول شوي، فکرې جنګ د غرب لخوا ډیر په تیزۍ سره روان دی، ددې د مخې نیولو لپاره ډیر زیات کار ته ضرورت دی، لکه غربیان چې څومره کار کوي دمسلمانانو د ذلیل کولو لپاره نو مونږ ته په کار ده چې د هغوی دوه برابره کار وکړو، ترڅو خپل اسلامي امت ددې ذلالت نه خلاص کړو.

عبدالباسط عبدالصمد
۱۱/ ٠٣ /۲۰۱۵
ددې کتاب نه په اثر سره: الحركات الأصولية الإسلامية في العالم العربي
دكتور رضوان أحمد شمسان الشيباني

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د