افغانستان

فاریاب: د قرمقول ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

faryab_us_and_an_army_petrolنن ټکی آسیا: د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په برید کي ووژل شو.

د فاریاب ولایت د امنیت آمر بریالي پرواني رسنیو ته وویل چي تیره ورځ ماښام ناوخته طالبانو ددې ولایت د قرمقول د ولسوالۍ پر امنیه قومندان نجیب الله ډزي وکړې، چي له کبله يې نومړی ځای پر ځای ووژل شو.

د پرواني په وینا نجیب الله د ولسوالۍ څخه خپل د کور پر لور روان وو، چي په لاره کې د طالبانو د یوه کمین سره مخامخ شو.

نومړي زیاته کړه چي په دې برید کي بل څوک نه دی وژل شوی، خو د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي نومړی د خپل دوو تنو ساتونکو سره ووژل شو.

د قاري یوسف په وینا د نجیب الله د سپرلی موټر هم په یاده جګړه کي وسوځول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x