شعـــــرونه

يــادونــه

شـاعـر: عـمري زرمــتی

مـاهـر وخت کې ژړه وي دسـتا یـادونــه
مـاخـوبوته نـه پرېږدي دسـتا یـادونــه

دخپل سیوري په شان تل راسره مله وي
مـاهـر وخت کې کړه وي دسـتا یـادونــه

عبادت اوزندګي نه ئې محروم کړم
په سجـدو کې تل راځي دسـتا یـادونــه

لېونو په شانې ګرځم په صحرا کې
مـا پـر لاره زنـګـوي دسـتا یـادونــه

که په ژوند مي ارمانونه پوره نه شول
په لحـد کې به راځي دسـتا یـادونــه

خـدای ته وګوره په خوب کې يوځل راشه
بس دی نور مې ختموي دسـتا یـادونــه

عـمري به قلم مات ګوتي به پرې کړي
که په شعر کې لیکي دسـتا یـادونــه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x