نظــر

سوله راتللی شی خو!

لیکوال: محمد اسحاق ناصری‎

سوله د ژوند له لومړیتوبونه څخه ده، دغه مظلوم او کړیدلی ولس چی څو لسیزی یی په جکړو کی تیری کړلی او اوس هم له جګړو سره لاس او ګریوان دی تر هرچا سولی ته ډیر خوشبین او تږی بریښی او هر وګړی یی همدا هیله او آرزو لری چی په وطن کی یی سوله راشی او بچیان په امن کی ژوند تیر کړی.

دا څو ورځی وینو چی په رسنیو کی داخبره ښکته او پورته کیږی چی ډیر ژر به خبری پیل شی او وسلوالو ته وزارتونه او ولایتونه منل شوی دی، هغه څوک چی لږ هم سوچ ولری نو په دی خبرو به باور و نکړی ځکه چی وسلوال ولایتونو ته ضرورت نلری ځکه چی د هیواد اکثریت برخه د هغوی په لاس کی ده او حکومت اصلاً شتون نلری.

افغانستان چی د استخباراتی جګړو میدان ګرځیدلی ده اوس په ډیره اساسه مرحله کی قرار لری او کوششونه راون دی چی ټول لوری سولی ته اړ کړل شی او سوله وکړی، خو دا کومه لار او کومه طریقه چی دوی غوره کړی ده دایی د حل لار نه ده او نه کیدلی شی او نه به وشی. اصلاح ملی مجلی له قاضی محمد امین وقاد سره چی د سولی د عالی شورا غړی ده مرکه کړی وه چی هغه مجله نن راته یو ملګری راکړله او ما یی مرکه ولوستله، قاضی صاحب ښی خبری کړی وی خو بعضی خبری یی خیالات ول، قاضی صاحب دا خبره کړی ده چی وسلوال طالبان دی راشی او دلته دی خپل تظیم راجستر کړی خپل عضویت دی ترلاسه کړی، په پارلمان کی دی ګډون وکړی او خپل استازی دی ورته انتخاب کړی………..

خو خبره دلته ده چی طالبان ولی جګړه کوی؟ او د څه لپاره؟

دا خبره اوس ټولو ته څرګنده ده چی طالبان هغه حرکت دی چی ډیر ملاتړی لری او د طالبانو غوښتنه داده چی اشغال ته دی خاتمه ورکړل شی او سوچه اسلامی نظام دی رامنځ ته شی، طالبانو که غوښتلی چی په دی نظام کی ګډون وکړی او دلته خپل تنظیم راجستر کړی او اپوزیسیون وی نو دا یی مخکی هم کولای شول خو هغوی نه دا غواړی او نه دی ته غاړه ږدی. نو که حکومت واقعاً غواړی چی سوله وشی نو باید د هغوی غوښتنی په پام کی ونیول شی، او له هغوی سره په واقعی معنی سوله وشی نه داچی هغوی ته د تسلیمی خبری وکی چی هغوی ورته تسلیم شی، اوس چی حکومت له طالبانو څه غواړی دا سوله نده دا د طالبانو تسلیمیدل دی.

سوله په هغه صورت کی راتللی شی چی منځکړی طرف واقع نشی او بی طرفه خلک وی او له دواړو لوریو سره ښی اړیکی ولری مونږ او تاسی شاهد یو چی دا څو کاله چی کومه پروسه روانه ده دا یوه حکومتی پروسه ده او په رائس کی یی خلک طرف واقع دی. وقاد صاحب که وایی چی مونږ طرف نه یو واقع نو زه تری پوښتنه کوی چی ته دا معاش اخلی دا څه معنی لری؟ په کوم موټر کی چی ته ګرځی دا د چا ده؟ په کوم دفتر کی چی ناست یی ددی کرایه او مصارف څوک پری کوی؟

دولت که واقعاً غواړی له وسلوالو مخالفینو (طالبانو) سره سوله وشی او نور دی وطن کی آرامی راشی او هر بچی یی په خوشحالی او سکون کی ژوند تیر کړی نو باید د سولی لپاره جدی او عملی ګامونه پورته کړی هسی دی د خلکو په سترګو کی خاوری نه اچوی. دولت ددی پرځای چی پاکستان ته منډی ووهی باید مشکل په داخل کی حل کړی ځکه چی پاکستان نشی کولای طالبان د سولی میز ته راکش کړی دا خبره حقیقت ده چی طالبان له پاکستان سره نږدی اړیکی لری خو دا په دی معنی نشی کیدلی چی طالبان دی ټول د پاکستان د اثر لاندی وی، که پاکستان طالبان دی ته مجبور کړی چی له پاکستان څخه ووځی نو مشکل نه حل کیږی ځکه چی هغوی بل ځای ته ځی بل مملکت ته ځی نو ددی پرځای چی پاکستان ته ولاړ شو راځی دا مشکل په خپله په خپل وطن کی سره حل کړو. زما له نظره منځګریتوب چی کولای شی د حکومت او طالبانو تر منځ هغه علماء او هاغه اسلامی حرکتونه دی چی واقعاً طرف ندی واقع شوی او له دواړو لوریو سره ښی اړیکی ولری همدا خلک کولای شی چی د دواړو لوریو تر منځ منځګریتوب وکړی چی ښه بیلګه یی جمعیت اصلاح او داسی نور اسلامی حرکتونه دی، ځکه چی دوی هم همدا غږ پورته کړی چی مونږ اسلامی نظام غواړو د الله تعالی حدود دی تطبیق شی او طالب لوری هم همدا نعری وهی نو د حکومت او د طالبانو تر منځ همدا خلک منځګریتوب کولای شی او کولای شی چی تفاهم ته سره ورسیږی.

نو له حکومت څخه هیله لرو چی نور دی خلک په غولونوکو وعدو نه تیر باسی او په دی لار کی دی جدی ګامونه پورته کړی او که دا پروسه همداسی او په همدی شکل روانه وی نو پایلی یی خرابی دی حالات په خرابیدو دی نه په ښه کیدو

د یو سرلوړی او آباد افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x