افغانستان

غزنی: طالبانو ۷ اربکیان وژلي او پوسته يې نیولې ده

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د غزني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه درې بجې د ده یک ولسوالي په عالم کلا سیمه کې د اربکیانو په پوسته برید وکړ چې تر سهار يې دوام وکړ.

د غزني مرستیال والي وايي چې په دې پېښه کې ۷ اربکیان وژل شوي او همدارنګه ۷ طالبان هم له منځه تللي دي، خو د غزني د والي ویاند بیا د ۷ اربکیانو او څلورو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.

د سیمې د خلکو په قول جګړه تر سهاره روانه وه، چې په نږدې سهار په پوسته سپین بیرغ رپیده.

د طالبانو رسمې برېښنا پاڼې هم د غزني د ده یک په عالم کلا کې د پوستې د نیولو او پنځو اربکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د دوی په قول د دریو تنو وژل شویو اربکیانو جسدونه تر سهاره په پوسته کې پاتې و او دوی له ځانو سره پنځه میله کلاشنکوفونه او نور مهمات وړي دي.

تر دې وړاندې هم د غزني په اندړو کې د طالبانو په یوه برید کې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۲ اربکیان وژل شوي، چې په سیمه کې د اربکیانو په روحیه  بې اغېزې پاتې نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x