افغانستان

ایساف: د افغانستان په جنوبي برخه کي یو بهرنی عسکر ووژل شو

killed_in_zabul_blastنن ټکی آسیا: د ماین چاودني له کبله یو تن بهرنی عسکر د افغانستان په جنوب کي ووژل شو.

په دې اړه د ایساف د مطبوعاتي مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کي د ماین چاودېدلو له کبله د ایساف یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.

په خبرپاڼه کي د ایساف د پالیسی له مخي د پيښي دقیق ځای او د وژل شوي عسکر هویت نه دی څرګند شوی.

باید وویل شي چي ددې میاشتي د پيل څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د شلو تنو عسکرو وژل منلي دي، خو طالبان ادعا کوي چي داشمېر تر دې څو چنده زیات دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x