د لوڼو پلار / پیرمحمد کاروان

سړی په غوسه راغی لکه بده آژدها
د ښځې خوارکۍ له شونډو والوته موسکا

په شانې د حوا ته وا چې وځي له جنته
بالښت ته یې تکیه وه شوه له ډاره را اوچته

شپږ لوڼو ته یې و ښکارېده شپږ طرف ته وېره
له هرې یوې ماشومې د ښادۍ شېبه شوه هېره

د پلار په دې ناڅاپه غوسه ټولې هکې پکې
د مور ملالې سترګې له رڼو اوښکو نه ډکې

سړی لکه طوفان ؤ دوی نرۍ پاڼې د ولې
له یوې بلې یې غېږې وې را تاوې رېږدېدلې

سړی په غوسه نیسي له مرۍ ځنې مېرمنه
مېرمنې یې نیولې ده ځولۍ خپله لمنه

سړیه دې لمنې ته مې وګوره ما پرېږده
تیاره په کور کې مه راوله سپینه رڼا پرېږده

آخر کومه خطا ، کومه ګناه ، کومه نادوده
چې سُور اور د غضب دې را تاو شوی له وجوده

سړي په غوسه وویل چې مه کوه خبرې
ترخې په ما لګیږي که وي هم ګوړې شکرې

بدبختې چې دا هر ځلې اولاد زېږوې لُور وي
اوس وايه په دې کور کې به مې څه سکون سُرور وي

که دا ځلې دې لور وه زېږولې بیا دې وژنم
که ټول عالم خبر هم شي په سپین سبا دې وژنم

مېرمنې یې خوله پرانسته په ډېرې عاجزۍ
اواز یې لوند په اوښکو سره په وینو یې سلګۍ

دا څه وایې توبه و باسه کفر غږوې
کارونه د تقدیر دي ته یې څنګه بدلوې ؟

که لُور وي او که زوی وي د الله له خوا ډالۍ دي
مرغان دي د جنت ، د ماښامونو ډېوه ګۍ دي

سړي په مخ ور وویشته څپېړه د غضب
وې پرېږده فلسفې دې را ته مه ښیه ادب

دا ځلې در نه زوی غواړمه نه غواړمه لُور
کنه پر ځای د قبر به دې ځای وي سُور تنُور

سړی له کوره ووت لکه سره لمبه د اور
شپږ لوڼو غېږې تاو دي په ژړا له یوې مور

******

څه لږه موده وروسته جوړ د عدل ؤ میدان
په مخکې د سړي ؤ نا آشنا غوندې جهان

هم وږی دی هم تږی نه اوبه شته نه مړۍ
په پښو یې زولنې دي په لاسونو کې کړۍ

د اور سمندرونه په څپو دي په غوغا
اووه یې دروازې دي سره ټولې خوا په خوا

سړی ؤ روان کړی ملایېکو د دوزخ
په طنز یې ورته وې چې شي هډونه به دې یخ

اوله دروازه یې ورته پرانسته چې درومه
که ډېر له تندې مرې ، نو لپې لپې لمبې شومه

سړی د سرو لمبو خواته روان شو له ناکامه
اخیستي یې لا نه وو د دوزخ پلو دوه ګامه

ناڅاپه یې په مخه کې ماشومه لُور پیدا شوه
په دې دوزخي شپه کې لکه پړک د نُور پیدا شوه

په مینه یې له ده ځنې را تاوې کړې منګولې
ملَکو د دوزخ ته یې هم ښې وکړې کنځلې

دا څوک دي چې زما بابا دې بوځي جهنم ته
دا زه بیایم جنت لره ګلونو او شبنم ته

ملَکو له ماشومې نه سړی په زوره خلاص کړ
روان یې د دویمې دروازې په طرف خاص کړ

چې ناڅاپه دویمه دروازه هم ورته وا شوه
له ناز ډکه په غوږ د سړي چیغه د بابا شوه

که ګوري چې دویمه لُور دده خواته په منډه
ورټوپ یې کړلو غېږې ته او ښکل یې کړ پر ټنډه

ملَکو د دوزخ ته یې ښه سازه غوسه وکړه
په قهر هسې نه چې یې له نازه غوسه وکړه

دا چېرې کېدای نه شي چې دوزخ ته به روان وي
روان که وي نو ځای به یې جنت او ګلستان وي

خبرې یی کنه چې دا مې خوږ او شیرین پلار دی
ما ده لره ساتلی د جنت د ګلو هار دی

د ده دا یو ویښته به رانه څوک په دوزخ نه کړي
بابا خو به جنت کې بس له مونږ سره خواله کړي

حیرانې شولې پاتې د دوزخ څوکیدارانې
په جنګ کې پاتې راغلې د ماشومې قهرمانې

دریمې دروازې ته یې په منډه را روان کړ
خو هغلته هم خلاص دریمې لُور په يوه آن کړ

هم دا لوبه په شپږو دروازو کې وه روانه
سړي به وګټله خو ملَکو ته وه ګرانه

اوومه دروازه ده چې سړی په کې ولاړ دی
اوومه لور یې نه شته خوارو زار وران و ویجاړ دی

په چیغو په سلګو دی په ژړا په واویلا دی
اوښتی د دوزخ په میرغضبه شان بلا دی

دعا کوي چې یا الله که دا سوال مې منظور شي
بس یم به جنتي که مې پیدا اوومه لُور شي

سحر دی خوږ اذان په ترنم باندې روان دی
سړی له درانه خوبه را ویښ شوی حق حیران دی

مېرمنه او شپږ لوڼې یې له خوبه کړې بیدارې
له دوو سترګو یې سپینې اوښکې څاڅي دارې دارې

په ډېرې عاجزۍ غواړي له ټولو نه بښنه
مېرمن ته وايي ښکلې زرغونه دې شه لمنه

په ښې ښایسته لُور لکه د سرو ګلونو ونه
کوو به ی د جنت د مرغکۍ غوندې پالنه

د ښکلیو جنتي لوڼو په مینه نه مړیږي
سړی ایله سړی شو سړیتوب باندې پوهیږي

۱۴-حوت -۱۳۹۳

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د