افغانستان

غیرت بهیر: حزب اسلامي په افغانستان کي د بهرنیو قواوو اډې نه مني

Ghairat_baheerنن ټکی آسیا: د حزب اسلامي د سیاسي کمیټي مشر ښاغلي غیر بهیر اعلان وکړ چي حزب اسلامي هیڅ کله په افغانستان کي د بهرنیو قواوو اډې نه مني، او د لويي جرګې فیصلي په دې اړه په هیڅ توګه د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړه چي په دې جرګه کي ټول د کرزي پلویان را ټول شوي وه، او هغوی چي کومه پریکړي کړي، د هغوی په عملي کولو سره د افغانستان ملي حاکمیت تر سوال لاندي راځي،

چي حزب اسلامي هیڅ کله هم د افغانستان په ملي حاکمیت، ځمکني بشپړتیا او خپلواکۍ سودا نشي کولای.

ښاغلي غیرت بهیر د یو شمیر رسینو سره په تماس کي ویلي چي حزب اسلامي ددې ډول د جرګو سره هیڅ موافق نه دی او نه هم د تیري لويي جرګې کومه ایجنډ مخکي تر مخکي معلومه وه.

حزب اسلامي چي په افغانستان کي د امریکا او ناټو ځواکونو په ضد په مقاومت بوخت یو ګوند دی، هغه د لويي جرګې سره مقاطعه اعلان کړې وه او مخکي يي لا خبرداری ورکړی وو، چي د لويي جرګې پریکړي به د منلو وړ نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x