نظــر

سیدجمال‌الدین افغان، د ختیز رنسانس سرلاری – (د یوې غونډې نچوړ)

ذاکر جلالي

تېره شپه د فکر خاوندانو د علامه سید جمال‌الدین افغان پر فکر، هڅو او مبارزې خبرې وکړې. کله چې یو افغان په یوه نړیوال ماحول کې سید ته د نورې اسلامي نړۍ د فکر و قلم د خلکو درناوی ویني او د سید د مبارزې پر ژورتیا د سړي سر خلاص شي، نو د افغان انسان ویاړ او افتخار راوپاروي. نهاد جوانان مسلمان (نجم) تېره شپه د اسلام‌اباد په نړیوال پوهنتون کې د سید فکر او مبارزه یو ځل بیا نه یوازې افغانانو ته بلکې د نورې نړۍ مسلمانانو ته هم ژوندي کړل.

موږ د سید په اړه ډېر اورېدلي او لوستي. مګر سید نه یوازې افغانستان کې، بلکې ګردې اسلامي نړۍ کې د یوه پراخ او هراړخیز اصلاحي حرکت بنسټګر و. په لوېدیځ کې د منځنیو پېړیو د جاهلیت او تیارو پر ضد مفکرینو او مبارزینو د رنسانس (بیازېږېدا) لړۍ پیل کړه. په منځنیو پېړیو کې ستره ستونزه استبداد و. نن له همدې ستونزې سره ګرده اسلامي نړۍ مخ ده. فکري و سیاسي استبداد چې حاکم وي، فکرونه ودې ته نه پرېږدي. موږ نن هم همدې ستونزې سره یو؛ خو سید دا ستونزه نولسمه پېړۍ کې درک کړې وه.

له راشده خلفاوو وروسته اسلامي نړۍ د سیاسي ژوند زیاته برخه د استبداد او شاهي نظامونو تر یوغ لاندې تېره کړې. سید لومړنی مسلمان مفکر دی چې دا ستونزې په نښه کوي او د حل لارې لپاره یې مبارزه پيلوي. په لوېدیځ کې مفکرینو په خپل فکر د منځنيو پېړیو د کشیشانو پر ضد یو خوځښت پیل کړ، روښانتیا ته یې وده ورکړه، ولسونه یې بیدار کړل، حکومتونه یې ولسونو ته مسئول کړل، ولسونه یې د حکومتونو له غلامۍ ووېستل او د شهروندۍ متمدن اصل یې دود کړ.

متاسفانه په درېیمه نړۍ کې په یوویشتمه پېړۍ کې هم د ځینو حکومتونو او پرګنو رابطه د حاکم و محکوم ده.

اوس چې موږ یوویشتمه پېړۍ کې یو، د استبداد او خودکامه حکامو له مشکل سره مخ یو، سید پېړۍ وړاندې د دې مشکل پر ضد د مبارزې جنډه پورته کړې وه. له سید وروسته چې څومره اسلامي خوځښوتونه راپورته شوي او مسلمان مفکرین دي، ټول په یوه ډول نه یو ډول له سید څخه اغېزمن دي. سید د پان اسلامېزم شعار پورته کړ؛ خو نن د سیمې اقتصادي فرصتونه ټولو حکومتونو ته د سیمه ییزې همګرايۍ لارې برابروي. سید تېره پېړۍ کې داسې شعارونه ورکړي، چې نن یې زموږ د سیمې عیني شرایط غوښتنه کوي.

روشنفکر سید

د “روشنفکرۍ” اصطلاح متاسفانه په اسلامي نړۍ کې په اصلي بڼې نه ده پېژندل شوې. تر ډېره بریده روشنفکري غربګرايي تعبیر شوې ده. ښايي په دې ناسم پوهاوي کې به هغوی هم ګرم وي چې د روشنفکرۍ په نامه په بشپړ ډول د لوېدیځ پلیوني شول. خو د سید مبارزه په اسلامي نړۍ کې د یوه رنسانس او روښانتیا پیلامه بلل کېږي.

د سید جمال‌الدین افغان مبارزه د روشنفکرۍ مبارزه وه. د ده د هڅو اغېزې نن هم په مصر او نورې اسلامي نړۍ کې جوتې دي. مصري استاد، نبیل فولي په مصر کې د نوي ژورنالیزم وده او د معیاري عربي ورځپاڼې لیکنې هنر د سید د مبارزې نتیجه ګڼي. په مصر کې د فکري ودې او روشنفکري کار پيل د سید مبارزه بلل کېږي. سید په مصر کې داسې شاګردان روزلي وو چې د ده تر مرګ وروسته یې هم بیا د سید فکر و هدف ژوندي وساتل.

هغه څه چې موږ ته زموږ په افغاني ټولنه کې د سید د شخصیت او مبارزې په اړه ډېر نه دي بیان شوي، د سید د روشنفکرۍ مبارزه وه. د استاد نبیل په وینا، سید غوښتل په اسلامي نړۍ کې حکومت په ماډرنو ستنو ودروي، د قانون حکومت وي، د ولسونو حقونو ته درناوی وشي، د روشنفکرو شخصیتونو د روزلو اغېز یې درک کړی و، د رسنیو پر اهمیت پوه و، عقل سازي او په پایله کې يې شخصیت سازۍ ته کار کاوه. دا مبارزه سید پیل کړه، خو موږ په تېره په افغانستان کې د سید له فکره همدومره لرې یو، لکه څومره چې سید ځان ته نژدې بولو. سید سره د افغان ځوان مینه یوازې د سید د افغانیت لپاره ده، نور یې له فکر او مبارزې ډېر لږ خبر یو.

د غونډې بل ویناوال لیکوال او جهادي شخصیت، استاد محمد زمان مزمل و. استاد مزمل هم پر هغو مسایلو ټینګار وکړ، چې مصري استاد وویل. استاد مزمل یوه ډېره مهمه مسئله مطرح کړه. استاد ویل، د سید د مبارزې یو ستر خنډ له بده مرغه هغه علما او مشایخ وو، چې حکومتونو ته نژدې وو. د سید په څېر د نورو اصلاح‌ غوښتونکو د مبارزې خنډ هم هغه سنتي علما پاتې شوي دي چې د مسایلو درک کې يې ستونزه درلوده او ټولنې ته یې له یوې ځانګړې زاویې کتل. استاد مزمل ویل، هغه مهال ملایان سطحي وو، سید هم د سطحي ملایانو او هم مستبدو حاکمانو مخالف وو. د استاد په خبره، د سید د مبارزې یوه ستره برخه د میراثي سیاستونو پر ضد وه. سیاستونه داسې میراثي وو چې ولسونه هم لکه حکومتونه له پلاره زوی ته پاتې کېدل. څوک نه و چې د مخالفت غږ پورته کړي. میراثي سیاستوالو ولسونه د ځانونو مرییان کړي وو. استاد مزمل ویل، چې استبداد ورک نه شي، استعمار نه شوای ماتېږي.

نن د په اسلامي نړۍ کې د سید فکر و ارمان ته تر بل هر چا افغان ځوان ډېر اړ دی. زموږ د ټولنې د پوهاوي سطحه، فرهنګي فقر، ناپوهي او له پوهې لرې والی هغه لاملونه دي چې له سید او د سید له فکر و ارمان څخه یې لرې کړي یو. نن موږ سید ته هسې د یوه افغاني ننګ له مخې درناوی کوو، نه دا چې د سید فکر درک کړو، هضم یې کړو، سید د خپل فکر او مبارزې مرشد وګڼو. سید سره متاسفانه د افغان ځوان تعامل ډېر سرسري دی.

د نجم – اسلام اباد مننه او کورودانی پر ټولو ګډونوالو پور دی. په نړیوال پوهنتون کې د دغسې فکري بهیر پیلېدا د فکري ودې هڅو ته یو نوی ورح وربښي. د نجم دې هڅې پوهنتون یو ځل بیا ژوندی کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x