اوباما: د امنیتي ستونزو له کبله سمارټ فون نه کاروم

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د امریکې ولس مشر باراک اوباما به یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې دی سمارټ فون د امنیتی له کبله نه شي کارولی، او په ټویټر کې په خپل اکاونټ لیکل ورته بل څوک کوي.

نوموړي وویل چې زه اوس هم پخوانی بلاک بیري تلیفون لرم، خپله ټویټر باندي فعالیت نه کوم، په لیکلي شکل مسیجونه نه استوم، او نهم ایمیلونه لیږم.

نوموړي وویل چې دده دوه لوڼي چې ډیري کشراني دي، تر ده ښي دي، خپل په منځ کې د پیغامونو تبادله په تلیفون سره کولای شي، خو زه د امنیتي ستونزو له کبله نه شم کولای چې په نوي ټیکنالوژي جوړ شوي سمارټ فونونه ولرم.

اوباما وویل چې په خاصه توګه د هغه تلیفون د کارولو اجازه نه لري په کوم کې چې د ریکارډنګ سهولت وي، او په افسوس سره یی ویل چې بازار ته وارد شوي ډیر نوي شیان د امنیتي ستونزو له کبله نه شي کارولی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د پخواني ولسمشر میرمني او د اوباما په لومړۍ دوره کې د بهرنیو چارو وزیري هیلاري کلنټون باندي له دې وجي انتقادونه زیات شوي وه چې هغې خپل شخصي ایمیل جوړ کړی وو، او د هغه څخه یې کار اخیستی وو.

اوباما ادعا لري چې د امریکا په هاوای ښار کې د امریکايي میرمن او کینايي پلار څخه پيدا شوی، خو ځیني خلګ یی اوس هم د زیږیدني په دقیق ځای باندي شک کوي.

نوموړی د خپل هلکتوب په وخت کې کینیا، انډونیزیا، پاکستان او نورو سیمو کې اوسیدلی.

نوموړي په دغه مرکه کې چې د ای بي سي د تلویزون سره یې کړی، وویل چې په سپينه ماڼۍ کې له ډیره وخته خپله موټر نه دی چلولی، او نه یی هم ځانته کله پخلۍ کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د