جرمني: د ښځینه استادانو د حجاب پر خلاف قانون لغوه اعلان شو

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د جرمني تر ټولو لوړي محکمې نن د جمعې په ورځ د یوې محکمې په ترڅ کې پریکړه وکړه چې په پوهنتونو او حکومتي مدارسو کې چې د ښځینه استادانو د حجاب په اړه کوم قانون موجود وو، هغه نور لغوه دی، او دغه ښځي کولای سي چې خپل د عقیدي سره سم خپل حجاب واغوندي.

دجرمني دستوري محکمه چې مرکز یې په کالرسروه کې دی، په خپل پریکړه کې وویل چې په کال ۲۰۰۳ کې نافذ شوی هغه قانون چې له کبله یې ښځینه استاداني نه شي کولای حجاب واغوندي، هیڅ قانوني او دستوري بنسټ نه لري، ځکه نو له دې وروسته لغوه دی.

او زیاته یې کړه چې په مدارسو کې یوازي هغه وخت په حجاب باندي بندیز لګېدای شي کله چې هغه د مدرسې او یا هیواد امن ته د ښکاره او ملموس خطر سبب وي، خو هغه وخت نه شي منعه کیدلای کله چې په هغه باندي د خطر شک وی، او یا ځینی خلګ په وهم باندي د خطر احساس ځیني کوي.

په دغه محکمه کې د تعلیم په اړه یو بل قانون چې په هغه کې پر مسیحي دین او رواجونو باندي ټینګار شوی، هم لغوه اعلان شوی، او ویل شوي چې په دې سره نورو ادیانو ته سپکاوی کیږي، ځکه نو غیر قانوني دی.

باید وویل شي چې د حجاب په اړه وروسته تر هغه په اوروپا کې بحثونه تاوده شول کله چې په لومړي ځل په فرانس کې پر حجاب باندي بندیز ولګېد، او ورسره حجاب اغوستل په مدارسو، پوهنتونونو او عامه ځایونو کې ممنوع اعلان شو، او د مخالفت په صورت کې باندي جرمانه عاید شول.

د فرانس ددغه پریکړي ملاتړ د مصر دیني مدرسي ازهر هم کړی وو، او ورسره په ځینو نورو اوروپايي هیوادونو کې هم د مسلمانانو په ضد قوانین سخت شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د