افغانستان

طالبان: د لويي جرګې پریکړي به په سیمه کي حساسیتونه را وپاروي

loyajirga2011_1نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو لړ څرګندونو په ترڅ کې چي د طالبانو د الاماره په پاڼه کي نشر شوي او رسنیو ته د ایمیل له لاري هم لیږل شوي، ویلي چي د لويي جرګې وروستی پریکړي به په سیمه کي ډیر حساسیتونه را وپاروي، او افغانستان به د ډیري مودې لپاره نور د جنجال په مرکز بدل کړي.

هغه ددې جرګې ټولي پریکړي یو بیا رد کړې، او په دغه جرګه کې ګډون کونکي ټوله دولتي مامورین وبلل.

د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی آسیا د ذبیح الله مجاهد دغه څرګندوني کټ مټ نشر ته سپاري..


په کابل کې دپه اصطلاح لويې جرګې دپريکړوپه اړه داسلامی امارت دوياند څرګندونې :

داچې موږ مخکې ويلي وو چې په دغه تش په نامه جرګه کې دافغانستان  په آزادۍ مينو خلکو ريښتوني استازي برخه نه لري چې زموږ دملت ريښتوني منافع او اسلامي اصول په کلکه په نظرکې ولري  بلکې ټول ګډون کونکي يې يا فعال دولتي چارواکي لکه وزيران ، واليان ، ولسوالان ، قاضيان او نور رسمي مامورين وو او ياهم هغو څيرو پکې برخه درلوده چې په دالس کاله کې یې په یونه یوډول داشغالګرو لمن نيولې وه او په ورته پخوانيو بي نتيجې جرګوکې يي هم بار بار ونډه اخيستې وه داچې دوی په کاملایوه نظامي فضاکې چي ترلسوزیات امنیتي کمربندونه تري تاوشوي وواوپه زرګونوبهرنیواو اجیرولښکرویې دمجاهدملت له قهرنه دساتلودنده لرله ،له ځینوسطحي اوغولونکوشرائطو سره داخبره ومنله چې بايد يرغلګر هيواد امريکا چې زموږ هيواد ته دلسګونوزروپوځي ځواک اوډول ډول وسلوپه زوراو استعمال سره راغلې وه او دالس کاله يي د افغانانو کورونه پلټلي ، خپل خپلوان يي ورته  شهيدان کړي او يايي هم پخپلو وحشي زندانونو کې اچولي دي ،باغونه اوکورونه یې ورته په بل مخ اړولي دي او لاهم هره ورځ خپل وحشت ته ادامه ورکوي چې داتيره ورځ يي دکندهار په غورک سيمه کې دخپلې تالاشۍ په محال ديوې کورنۍ له څلوروغړونه سرونه غوڅ کړي دې ، دغه وحشي لښکري اقلاً بايد يوه لسيزه بله هم دلته ووسي !؟.

موږباورلرو چي دغه پریکړي وار له مخه دامریکا یانو له لوري ترتیب شوي وي او اوس یې یوازي داعلانولو لپاره دلویې جرګې نوم استعمال کړلهذا داپريکړي به  په ټوله سیمه کې حساسیتونه را وپاروي اوغریب افغانستان به دډیروخت لپاره په سیمه کې دجنجال مرکزوګرځوي او زموږ دملت د نور جدې قهر او غضب سبب به وګرځي اوپه وجه به يي  لا هم  دجهاد سنګرونه  تاوده شي نو دايو داسې ګام بللی شو چې دجهادي بهير په اړتيا او لاپياوړتيا ټينګار کوي او  دملت دلاويښونې په لاره کې به د يو مهم فکتورکار ورکړي چې په باورسره ويلای شو چې ان شاءالله دامريکايي تاړاک  دپاي تاريخ به نور هم رالنډ کړي او هغه کسان چې دداسې بي مسئوليته پريکړې مرتکب ګرځيدلي هغوي  نوره هم خپله غلامه څيره ملت ته وښوده   او روښانه يي کړه چې دوی دخپلو هوسونو دپرځای کولو په لاره کې دهيڅ اسلامی او ملي اصل خيال نه ساتي او دخپلو خواهشاتو په لاره کې دملت دعزت ،ابرو ،وقار او عفت خرڅولوته  هروخت چمتو وو اودي چې داسې کسان همیشه زموږ دملت له لورې رټل شوي او دتاريخ بدنامه څير ې شميرل کيږي .

اسلامی امارت دداسې پريکړو دپه کلکه غندلواو ردولو ترڅنګ خپل ملت ته ډاډ ورکوي چې  ديرغلګرو هيڅ شوم ګام او دغلامانو هيڅ مکر اوفريب به ونشي کړای چې ددې ملت داصيلو بچيانو ،دجهادي بهير دلارې خنډ شي دوي بايد دبهرني او کورني دښمن اصيله څيره نوره هم ښه وپيژني او دهیوادتربشپړي ازادۍ پوري خپل مقدس جهادته دوام ورکړي ، ترڅو ددوي دکلکوګزارونو په وجه  بهرني دښمنان له خپلو غلامانو سره يوځای  له بشپړې ماتې او لا رسوايي سره مخ  او داسې شوم پلانونه او ارمانونه  له ځانه سره ګورته يوسي .

اسلامي امارت دافغانستان دمسئلي اساسي حل له دي هیواده دټولوبهرنیوعسکروپه وتلوکې ویني ترڅوچي دي اصل ته توجه ونشي ددي اونوروجرګواوکانفرانسونونتیجي به دافغانستان ،امریکا اومتحدینولپاره یې دکټي پرځای تاوان ولري اودمشکل دحل په ځای به موضوع نوره هم پیچیده اودنه حل لوري ته ټیل وهي اودوخت له ضایع کیدوپرته به بله نتیجه ونه لري .

داسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x