ورزش

نړیوال جام: نیوزیلینډ د بنګله دیش لوبډلې ته هم ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوال جام ۳۷مه لوبه د نیوزیلینډ او بنګله دیش لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې د بنګله دیش لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نیوزیلینډي لوبډل مشر وګټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. د بنګله دیش لوبډلې د محمودالله غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي پنځوس اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۸ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د بنګله دیش لوبډلې لپاره توپ وهنې په برخه کې سومیا سرکار په ۵۸ توپونو ۵۱ او صابر رحمان په ۲۳ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې محمودالله د بنګله دیش لوبډلې لپاره تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو. محمودالله په ۱۲۳ توپونو د ۱۲ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۱۲۸ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره توپ اچونې په برخه کې بولټ، انډرسن او ایلیوټ دوه دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونکي ثابت شول.

بولټ خپل ۱۰ اورونو کې ۵۱، انډرسن خپل ۱۰ اورونو کې ۵۶ او ایلیوټ خپل ۲ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې.

نیوزیلینډ ځوابي توپ وهنه کې ټاکل شوی هدف ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۴۸.۵ اورونو کې پوره او خپل شپږمه لوبه کې يي د بنګله دیش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نننۍ لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ګپټېل په ۱۰۰ توپونو ۱۰۵، ټېلر په ۹۷ توپونو ۵۶، ایلیوټ په ۳۴ توپونو ۳۹ او انډرسن په ۲۶ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لپاره شکیب الحسن تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. شکیب الحسن خپل ۸.۵ اورنو کې ۵۵ منډې ورکولو سره ۴ ویکټې واخیستې.

هیره دې نه وي چې د نیوزیلینډ لوبډلې په نړیوال جام کې تر دې مهاله ۶ لوبې کړي چې په ټولو لوبو کې يي بریا خپله کړې. د نیوزیلینډ لوبډلې ۱۲ نمبرو سره د الف ګروپ تر ټولو غوره لوبډله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x