ټولنیزه برخه

څلور کیسه ګۍ

حامد افغان

(1) پرده

د میړه او ښځي تر منځ مخالفت دې حد ته ورسیدی چې ښځي د طلاق غوښتنه وکړه میړه یې طلاق نه ورکاوه، د ښځي کورنۍ هم له زوم نه د طلاق غوښتنه وکړه او د سړي کورنۍ د طلاق مخالفه وه، خبره چې کورنیو ته ورسیدله نو وپړسیدله او د شخړي رامنځته کیدلو وېره زیاته شوه، خبره د حل کولو له پاره د سیمي عالم ته ورسیدله او هغه میړه او ښځه د دوی د کورنیو له غړو سره وروغوښتل.

عالم ښځه، میړه او د ښځي پلار او ورور ګوښه کړل او ورته ویې ویل: دا موضوع زه په یوه شرط حل کوم او دا شرط باید ښځه عملي کړي، شرط دا دی چې ښځه به ټولي جامې اوباسي، او هغه داسې چې له پلار، ورور او میړه نه دي یو خوښ کړي د هغه شاته دي ځان پټ کړي او جامې دي اوباسي، ښځي طبعا سره له مخالفته په دې دریو کې میړه خوښ کړ او د هغه شاته یې جامې وایستلې، وروسته عالم ورته وویل: خورکۍ! ته باید پوه شې چې ستا پرده یواځې له خپل میړه سره خوندي ده، هغه هم پوهه شوه، له طلاقه تېره شوه، له خپل میړه سره روانه او ستونزه ختمه شوه.

(2) خيانت او وفا

یو سړي له خپل سپي سره په سات تېري لګیا و، سپینږیری ورته ودریدی او ورته کړه یې: “خیانت” ورښیې که “وفا” ور نه زده کوې؟ هغه ورته وویل: حاجي صیب خپله لاره وهه، که در خلاص مې کړ څو کیلو میتره داسې منډه به درزده کړي چې په هر ډول خنډ به ټوپ وهلی شې.

(3) د نوم قبر

له دښمنه د تېښتي په مهال له سینده پوریوتی سیند لاهو کړ، تری تم شو، خپلوانو یې د سیند په غاړه په ” نوم ” قبر جوړ کړ، دا “د نوم قبر” د یوه قوم ملي نښان وګرځیدی، آبله ورځ یې قومیانو انقرې ته ورساوه. د عثمانیانو نیکه سلیمان شاه یادوم.

(4) بدرنګه لیک

هغه ډېر ښه عالم، ظریف الطبع او ټوکي و، خو لیک یې ډېر بدرنګه او بیخونده و، په بازار کې یې داسې کتاب پیدا کړ چې په ډېر بېخونده خط لیکلی و کتاب یې واخیست او په خوشالي کور ته روان شو، ده ته به ملګرو ویل چې د ځمکي پر مخ به ستا په څیر بېکاره لیک د چا نه وي، دی ځکه خوشاله و چې ملګرو ته ثابته کړي چې له ده نه بېکاره لیک هم د چا شته، په کور کې یې چې کتاب سم وکوت د ده پخوانی کتاب و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x