
سعودي عربستان خپل سفیر له سویډنه وویست
راپور: سیف الرحمن شیرزاد
نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۲مه ۱۳۹۳ل): سعودی عربستان په سټهکولوم کی خپل سفیر له سویډنه ورغوښتی او ویل کیږي چې سعودي دا تصمیم د سویډن هیواد د هغې پریکړی وروسته ونیولو چې کله سویډن هیواد له سعودي سره خپل نظامی د وسلو قرارداد نوی نکړ.
دسویډن د دفاع وزیر پیتر هولت کویست وایي چې پر دې قرارداد کې داسې بندونه هم ول چې دغه نظامي همکاري بنده او لغوه کړي.
د وسلو دغه قرارداد د سعودي سره په کال ۲۰۰۵ کې د سویډن هیواد د سوشل دیمکرات ګوند لخوا امضا شوی وو، دغه ګوند هغه مهال د حکومت واګي په لاس کې درلودل.
د راپورونو له مخې د وسلو دغه قرار داد وخت پینځه کاله وو، پر دغه قرارداد کې پرمختللې وسلې، نظامي وسایل، تجهیزات، لېږدونکي نظامي وسایل شامل و چې سویډن به پر سعودی پلورل.
په ۲۰۱۰ کال کې چې کله ایتلافي حکومت رامنځته شو نو د دې امکان وو چې دغه قرارداد لغوه کړي، خو دوه ګوندونو مشرانو دې موافقې ته ورسېدل چې د لاسي بم او ټانګ ضد تولیداتو ته ادامه ورکړي او دغه موضوع په کال ۲۰۱۰ کې د سویډن راډیو پر مټ افشا شوه او د وخت دفاع وزیر مجبور شو چی ځان څنګ ته کړي.
که څه هم پخوا د وسلو قرارداد شوی و خو اوس مهال د سویډن د حکومت واګي د چاپېریال ساتنی ګوند سره دي چې ددغه قرارداد مخالف دي او د یاد قراداد لغوه غوښتونکي ول.