fbpx

په څو کرښو کې لوی مفاهیم (17)

حامد افغان
(1) ناپوه پوه کړئ

له جاهل سره جدال او بحث مه کوئ بلکي هغه پوه کړئ قرانکریم وایي: وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ ( الاعراف199)، یعني په ښه کار امر وکړه او له ناپوهانو مخ واړوه، ځکه له هغه سره بحث د هغه په پوهه اعتراف کول دي او که له بحث وروسته یې پریږدې نو دی فکر وکړي چې غالب شو او په دې سره پخپل جهل ثابت پاته شي. له جاهل نه مخ اړول دا مطلب نه ده چې هغوی پرېږدئ، د جاهل پوهول د عالم دنده ده او په ځانګړیو حالاتو کې د هغه په ناپوهي او سرزوري سترګي پټول په کار دي.

(2) د الله ذکر مه هېروئ

د شیطان لومړۍ لومه د الله له یاد او ذکر نه د مسلمان ژبه تړل دي، کله چې یو څوک د الله ذکر پرېږدي نو د شیطان لومړۍ لومه کارګره شوه او له دې وروسته د مسلمان د بدن نور غړي هم د ژبي په لاره روان شي، د منافقینو په اړه قرانکربم وایي: په هغوی باندې شیطان غالب شوی دی نو دوی د الله ذکر هېر کړی، اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ ۚ . المجادلة 19. د الله د ذکر په زیاتولو سره په مومن باندې د شیطان غلبه او سلطه نه شي راتلی، نو د الله یاد مه هېروئ او هر چا ته دا توصیه کوئ چې د الله یاد مه هېروئ.

(3) د شرک مخنیوی

له یوې وني لاندي صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ د دې بیعت په اړه ایتونه راغلل الله جل جلاله وفرمایل: له وني لاندې چې کومو مومنانو ستا سره بیعت وکړ الله له هغوی نه راضي دی – لَّقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ. (الفتح18)، اخیر د دې وني نوم شجرة الرضوان (د رضوان ونه) شو، څرنګه چې دا ځای خورا ستر برکتي ځای و دلته الله اعلان کړی و چې له بیعت کوونکو مومنانو نه راضي دی، وروسته به مسلمانان دې وني ته راتلل او دلته به یې لمنځونه کول، عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته چا دا خبره ورسوله هغه یو چاته امر وکړ چې ورشه او هغه ونه ووهه، او هغه ونه قطعه او له هغه ځایه لري کړل شوه. [طبقات ابن سعد].

(4) د نورو وړتیا منل

د نورو وړتیاوي منل او د نورو په صلاحیتونو اعتراف د نبیانو علیهم السلام خوی دی، موسی علیه السلام د هارون علیه السلام په اړه وایي: وَأَخِي هَارُون هُوَ أَفْصَح مِنِّي لِسَانًا، یعني او زما ورور هارون زما نه په ژبه کې ډېر فصیح دی.

او د نورو وړتیا نه منل، په نورو ځان لوړ بلل او د نورو کمه غوښتل د شیطان خوی دی، شیطان د ادم علیه السلام په اړه وایي: أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ، یعني زه له ده (ادم) نه ډېر ښه یم.

(5) د اولاد نفقه

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې خپل اولاد (د نفقي، ښووني او روزني له پلوه) ضایع کړي همدا ګناه یې بس ده. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَفَى بِالْمَرْءِ إِثْمًا أَنْ يُضَيِّعَ مَنْ يَقُوتُ . اخرجه احمد وابوداود وابن حبان وغيرهم.

له حدیث نه معلومیږي چې د اولاد نفقه او لګښت په سړي لازم دی، که په سمه توګه یې ورته ورسوي له هر ډول خیرات او صدقي یې ثواب زیات دی ځکه دا د فریضي سرته رسول دي او که یې ونه رسوي لویه ګناه یې وکړه ځکه په حدیث کې وایي همدا ګناه یې بس ده، یعني که نور ګناهونه ونه کړي دا یوه ګناه یې هم هلاکوي، علماء وایي: د اولاد په نفقه کې د هغوی ښوونه او ښه روزنه هم راځي، لکه اولاد ته د خوراک او څښاک شیان رسول د پلار وجیبه ده داراز د هغوی زده کړه او تربیه هم په ده لازمه ده.

(6) خوږه ټوکه

د خپل میړه د کوم کار په باره کې یوه ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، رسول الله ورته وویل: ستا میړه څوک دی؟ هغې ورته وویل: فلانی، ده ورته وویل: هغه چې په سترګو کې یې سپینوالی ده؟ دې ورته وویل: نه د هغه په سترګو کې سپینوالی نشته، ښځه کورته ولاړه او د خپل میړه سترګو ته یې ځیر ځیر کتل، هغه ورته وویل: خیر څه چل دی؟ دې ورته وویل: رسول الله راته وویل چې ستا د میړه په سترګو کې سپینوالی ده، میړه یې ورته وویل: ته نه وینې زما د سترګو سپین له تورو زیات دي. رواه الزبیر بن بکار في کتاب المزاح وابن ابي دنیا.

(7) دروغژن

دروغ لویه ګناه او ډېر بد خوی ده که څوک دروغ وایي کوښښ دي وکړي چې راکم یې کړي څو د الله په نزد دروغژن ونه لیکل شي، که یو څوک کله کله کم دروغ ووایي لویه ګناه یې وکړه خو دا کس کذاب او دروغژن نه بلل کیږي، کذاب او دروغژن هغه دی چې هر وخت دروغ وایي، دروغ خوند ورکوي او په دروغو پسي منډي وهي، لکه د یوه حدیث په یوه برخه کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: یو سړی همیشه دروغ وایي او د دروغو کوښښ کوي تر څو د الله په نزد دروغژن ولیکل شي. وما يزال الرَّجل يكذب، ويتحرَّى الكذب حتى يُكْتَب عند الله كذَّابًا. رواه مسلم.

(8) څوک په رسول الله ډېر ګران دی؟

ابو هریره رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په تاسو کې هغه څوک په ما ډېر ګران دی چې اخلاق یې تر ټولو غوره وي، هغوی د نرم اړخ خاوندان وي یعني چې څوک ورسره ملګری شي خیر ورته رسوي او له شر نه یې خوندي وي، دوی هغه څوک دي چې له خلکو سره مینه کوي او خلک له دوی سره مینه کوي.
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إن أحبكم إلي أحسنكم أخلاقا الموطئون أكنافا الذين يألفون ويؤلفون . الحديث صحيح بشواهده، رواه الطبراني في الأوسط (7697) والخطيب في تاريخ بغداد (5 /263)وابن أبي الدنيا في الصمت(ص154) .

(9) غوسه مه کوه

ابو هریره رضي الله عنه وایي: یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: وصیت راته وکړه، هغه ورته وویل: غوسه مه کوه، هغه سړي بیا بیا ورته وویل: وصیت راته وکړه، هغه همدا ورته ویل: غوسه مه کوه. عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رجلا قال للنبي صلى الله عليه وسلم أوصني قال: لا تغضب، فردد مرارا قال: لا تغضب. أخرجه البخاري في صحيحه كتاب الأدب/ باب الحذر من الغضب 5/ 2267.

امام الخطابي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې لیکي: د ( لا تغضب) یعني غوسه مه کوه جملې مطلب دا ده چې له هغو اسبابو ځان وژغوره چې غوسه راپاروي او له نفس غوسې نه منعه نه شي کیدلی، ځکه غوسه طبیعي شی ده له طبعیته نه شي لیري کیدلی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله چاته وصیت کاوه د هر سړي حالت ته به یې کتل او د هغه له حالت او مزاج سره سم به یې هغه ته وصیت کاوه، داسې برېښي چې دا سړی غوسه ناک و ځکه یې څو ځله همدا یوه خبره ورته وکړه چې: غوسه مه کوه. فتح الباري شرح صحيح البخاري 10/ 520.

(10) همتونه لوړ کړئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : نن ستاسو د کوم یوه روژه وه ؟ ابو بکر رضي الله عنه وویل : زما روژه وه ، بیا یې وویل : نن تاسو کوم یوه د جنازې لمونځ کړی ؟ ابو بکر وویل : ما کړی دی ، بیا یې وویل : نن چا مسکین ته ډوډۍ ورکړې ده ؟ ابو بکر وویل : ما ، بیا یې وویل : نن چا د ناروغ پوښتنه کړې ده ؟ ابو بکر وویل : ما. رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : دا ټول کارونه چې چا کړي وي هغه به خامخا جنت ته ځي. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من أصبح اليوم منكم صائما ؟ قال أبو بكر أنا قال من تبع منكم اليوم جنازة ؟ قال أبو بكر أنا قال من أطعم اليوم منكم مسكينا؟ قال أبو بكر أنا قال من عاد منكم اليوم مريضا ؟قال أبو بكر أنا فقال صلى الله عليه وسلم : ما اجتمعن في امرئ إلا دخل الجنة . أخرجه مسلم وأحمد والنسائي وغيرهم.

له حدیث نه څو مهم ټکي لاس ته راځي یو دا چې روژه، د جنازې لمونځ، مسکین ته ډوډۍ ورکول او د ناروغ پوښتنه کول خورا ستر او هغه عملونه دي چې کوونکی به یې جنت ته ځي، بل دا چې باید هر مسلمان کوښښ وکړي چې مختلف ښه عملونه وکړي او په یوه یا کوم ځانګړي عمل دي بسنه نه کوې، او بل خلک د خیر کار ته هڅول او خلکو ته د نمونه اشخاصو همتونه روښانه کول په خلکو کې له خیر او ښو کارونو سره مینه پیدا کوي، او له حدیث نه د خیر په چارو کې د ابو بکر رضي الله عنه همت هم ښه معلومیږي. او دا حدیث او د ابو بکر لوړ همت له موږ سره د همتونو په لوړولو کې ښه مرسته کولی شي.

(11) تهجد کونکی میړه او ښځه

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله دي په هغه سړي رحم وکړي چې د شپې ولاړشي نو لمونځ وکړي او خپله ښځه هم ویښه کړي، که هغه نه ویښیږې دی یې مخته اوبه ور وشندي. الله دي په هغه ښځه رحم وکړي چې د شپې له خوبه پاڅي لمونځ وکړي، او خپل میړه هم راویښ کړي، که هغه نه ویښیدی په مخ یې اوبه ور وشندي. عن أبي هريرة رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صل الله عليه وسلم: رحم الله رجلا قام من الليل، فصلى وأيقظ امرأته، فإن أبت نضح في وجهها الماء، رحم الله امرأة قامت من الليل فصلت، وأيقظت زوجها فإن أبي نضحت في وجهه الماء. رواه أبو داود.

په دې مبارک حدیث کې خورا ستر او له میني ډک مفاهیم پراته دي، لومړی دا چې په دې حدیث کې د تهجد کوونکو میړه او ښځې له پاره رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا کړې ده: رحم الله رجلاً.. رحم الله إمرأة.. که یو میړه او ښځه په مینه او محبت یو بل راویښ کړي او دوه رکاته یاڅه زیات تهجد او نفل وکړي نو دوی ته به د دې حدیث له مضمون سره سم د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا رسیږې. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکه دعا ترلاسه کول بیخي لوی سعادت او ستره نیکمرغي ده، په دې حدیث کې په ډیر ښایسته تعبیر سره میړه او ښځي ته دا پیغام ورکول شوی ده چې باید یو له بل سره د الله په عبادت کې مرسته وکړي او دا مرسته باید د میني او محبت په خوږو پسوللې وي نه په قهر او غوسه سره.

(12) د عمر بن رضي الله عنه پوښتنه

کله چې یو غایب شي نور یې پوښتنه کوي، چې ناروغ شي پوښتنه یې کوي، چې غریب شي کومک ورسره کوي، چې کوم یو یې اړ شي مرسته یې کوي، چې غمژن شي خواخوږي ورسره کوي، او دین یې نصیحت او د یوه بل خیر غوښتنه ده . نو په څه شي به جګړه سره کوي؟.

(13) بېکاري

تاسو ماشوم ته ځیر شئ چې د خاپوړو نه یې په پروتي لاس او پښې ښوروي کرار نه پاته کیږي، چې د خاپوړو شي او بیا د تګ توان پیدا کړي ټوله ورځ منډي وهي یواځي خوب یې ارام او دروي، ځکه انساني نفس بېکاره نه پاته کیږي خامخا بوختیا غواړي، او که څوک ځان په ګټور کار اخته نه کړي په تاواني کار به اخته کیږي، نو بېکاري د انسان له پاره سخته خطرناکه او ډېره تاواني ده.

(14) تغافل

د خلکو په تېروتنو او ښوېدنو سترګي پټول او تغافل د درنو خلکو له غوره اخلاقو شمیرل کیږي، هیڅوک له خطایي او ښوېدني ځان نه شي ژغورلی که یو څوک د هرچا وړې او غټي خطایي او تېروتني ته ځیر وي ځان به هم ستړی کړي او نور به هم ستړي کړي. ابن الجوري رحمه الله.

الله دي زموږ پر ټولنه رحم وکړي، یو بل په څومره وړو کیسو او ټیټو خبرو سره ستړي کوو، او په لویو مجلسونو کې لوی سړي د نورو د کاله د منځ خبري سره وریښي.

(15) تېر ساعت

هوښیار او پوهـ خلک د موجود وخت او نږدې راتلونکي وخت په اړه فکرونه کوي، ځکه دوی ښه پوهېږي او یقین لري چې تېر وختونه شاته پاته دي او په تېر وخت کې چې څه پېښ شوي هغه پېښ دي، هغه هیڅکله تغیر او بدلیدلی نه شي او لرې راتلونکي زمانه د علم الغیب خبره ده هیڅ انسان هم نه پوهېږي چې څه به کیږي، لکه دکتور ابراهيم الفقي رحمه الله وایي: هره ګړۍ داسې ژوند وکړه لکه دا دي چې د ژوند وروستۍ ګړۍ وي. او عبدالرحمن بابا وايي:

تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی
مړي چــا دي ژونــدي کــړي په ژړا

(16) د نیټ خیر اوشر:

انټر نیټ عجیبه د خیر او شر تېزه وسیله ده، په خپله خونه کې چوپ او ارام خپل کمپیوټر یا موبایل ته ناست وي د نړۍ مختلفو سیمو ته سلهاو او زرهاو خلکو ته د قرانکریم زریني لارښووني، د نبوت د څراغ ځلانده وړانګي او په ژوند چارو کې په زړه پوري مشورې رسولی شي، داراز ځیني بیا له دې تیزي وسیلې د شر او فساد زهر او جراثیم شندي، خلک ښکنځي او سپک القاب بادوي، کوښښ وکړئ د خیر په خلکو پسي او د ښو په پله روان شئ ګټي ترلاسه او وخت ارزښتناک کړئ او د شر له سوداګرو او فتنه ګرو لیري ګرځئ.

(17) ای وروڼو!

ایا تاسو دې ته تیار یئ چې ځانونه وږي کړئ څو خلک ماړه کړئ؟
او تاسو شپې ویښي تېری کړئ څو خلک ارام ویده شي؟
او تاسو ځانونه ستړي کړئ څو خلک ارام او هوسا شي؟
او وروستۍ یې دا چې تاسو مړه شئ څو مو ولس ژوندی پاته شي؟ .
له الله سره رښتیني مومنان خو همداسې وو.
امام حسن البنا (1906/1949)

(18) له ناکامي وېره

یوې مهمي قاعدې او ستر اصل ته مو توجه غواړم، هغه دا: موږ چې کوم فکرونه کوو دا په ګروهو او باورونو بدلیږي، دا باور او عقیده پخپل وخت کړني رامنځته کوي او له کړنو موږ پایلي ترلاسه کوو، هوښیاران دا اصل ډېر ښه پیژني نو ځکه دوی داسې فکرونه کوي چې له هغو نه ځواک ترلاسه کړي، که په یوه کار کې موږ د ناکامي احتمال وینو د بریالیتوب احتمال هم خامخا شته، اوس که ته د ناکامي په اړه ډېر فکرونه کوې په دې سره ستا همت سستیږي او د کار ځواک او وړتیا دي کمزوري کیږي، د دې پرخلاف موږ باید متفائل واوسو، د بریا هیله ولرو او هم یې په فکر کې ولرو، او دا هیله او فکر انسان غښتلی کوي او اخیر بریا ته ځان رسوي.

(19) که ته پخپله کمزوري لرې بیا هم خلکو ته وعظ او نصیحت کوه، ابن رجب رحمه الله وایي: که د وعظ له پاره معصومیت او له ګناه پوره پاکوالی شرط وی نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته به هیچا ته د وعظ او نصیحت اجازه نه وه، ځکه له ده وروسته خو بل څوک معصوم نشته. لطائف المعارف مخ 19.

(20) له دوو کسانو نه درباندې وېریږم:

_ ښکاره مومن
_ ښکاره کافر

بلکي له منافق نه درباندې وېریږم، هغه چې په ایمان پوري یې پناه نیولې وي او کارونه نور کوي. عمربن الخطاب رضي الله عنه.

(21) په مدینه منوره کې زلزله راغله، عمر بن الخطاب رضي الله عنه خلکو ته په وعظ کې وویل: دا ستاسو د ګناهونو لامله، په الله قسم که بیا وشوه په مدینه کې به هیڅکله درسره ونه اوسیږم.

(22) یوه عالم مسلمانانو ته په وعظ کې وویل:
زموږ دښمن زموږ ځمکي لاندې کړې دي او شیطان زموږ زړونو پخپل واک کې اخیستي دي تر څو چې زړونه د شیطان له واکه خلاص او د الله واک ته ونه سپارو خپلي ځمکي له دښمنانو نه شو اخیستلی.

(23) عبدالله ابن عباس رضي الله وایي: د شعیب علیه السلام قومیان به په لاره کې ناست وو کله به چې دی په لاره تېرېدی دوی به ناري ورته وهلې او ورته ویل به یې: ای دروغژنه ..
د رښتینو علماو پر خلاف هم نن سبا ډېرو خلکو همداسې خولې خلاصي کړې دي او پرضد یې زهر شندي.

(24) عثمان بن عفان رضي الله عنه به د امارت په زمانه کې خلکو ته د دولت له لوري ښه او غوره خواړه ورکول او پخپله به کورته ولاړ له سرکه او غوړویو سره به یې خپله ډوډۍ خوړله. حلیة الاولیاء.

(25) د خلکو ګناهونو ته په داسې نظر مه ګورئ لکه تاسو چې خدایان یئ، بلکي د بندګانو په څېر خپلو ګناهونو ته ځیر شئ، په ازموینو کې اخته خلکو باندې رحم وکړئ او دا چې تاسو یې ژغورلي یئ د الله حمد ووایئ او شکر یې اوباسئ. مالك بن انس رحمه الله.

(26) ” جذبه ” که د ډېري میني وي یا سختي کرکي عقل مغلوب کوي، نو د الله دا ستر نعمت (عقل) په جذبو مه ژوبلوئ.

(27) یو هوښیار وایي: له بداخلاقي ځان وژغورئ ځکه بداخلاقي نورو ته هم لیږدوئ، چا ورته وویل: بداخلاقي څنګه نورو ته ورځي دا خو ناروغي نه ده؟! ده ورته وویل: ځکه بداخلاقه انسان کوښښ کوي چې نور خلکو هم ورته چلند ورسره وکړي.

(28) له نن وروسته به د هیچا پر خلاف بده او سپکه خبره ونه کړم او د هر چا ښه او نیکي به بیانوم، دا ژمنه د مثبت_فکر په خپلولو کې ښه مرسته درسره کولی شي.

(29) له یوه حکیم نه پوښتنه وشوه: هغه څه شی ده چې حق هم دی خو بیا یې هم ویل ښه کار نه دی؟ حکیم ورته وویل: د ځان ستاینه.
که پآم مو وي ځيني خلک په ډېر هنر د ځان ستاینه کوي باید ویې نه کړي.

(30) د دینداره مسلمان په کومه کړنه چې ناخبره مسلمان له دینداري لري شي یا کافر له اسلامه بېزاره شي ګناه یې د همدې دینداره یار پر وږو لویږي ځکه دا خلک دی د اسلام د نمونې او تعبیر په توګه پیژني.

(31) یو په ذهن کې د ښو افکارو او ګټورو خبرو شتون ده او دویم نورو ته د دې افکارو رسول دي، ښه افکار په ډېرو ذهنونو کې شته خو نورو ته رسول یې د ډېرو په وس کې نشته ځکه د بلیغي وینا او لیکوالي هنرونه کم خلک لري.

(32) چې ولس یې بندي کړی او فکر یې زیندۍ کړی وي، تازینه یې په لاس او خلک خوله چوله کولو ته نه پرېږدي، بندیخانې یې ډکي کړې وي، د بغاوت اعلان یې کړی وي او د انسان حق نه پیژني؛ دا د ټولو ادیانو په حکم لعنتي دی، که څه هم لمنځونه، زکاتونه پرېکوي او شپه ورځ تلاوت کوي. سید جمال الدین افغان.

(33) که غواړئ داسې خلک ووینئ چې له حرامو دومره نه ویرېږي لکه له پیغوره او د خلکو له خبرو، او دین ته په دومره تقدس او سپیڅلتیا نه یې قایل لکه دیندارو سړیو ته؛ نو اسلامي او عربي نړۍ ته راشئ. مصطفى محمود.

(34) دا ضروري نه ده چې یواځي د پردیو غلامان به د هغو مرسته کوي بلکي ډېر ناپوهان په ناخبري کې دښمن ته په چوپړ بوخت وي. محمد الغزالي

(35) عجیبه خو دا ده چې ډېر ظالمان هم د ظلم پرخلاف نارې وهي! او دا وجه ده چې ظلم کمیږي نه بلکي زیاتیږي.

(36) څوک چې د تهمت ځایونو ته ورځي د هغه د غیبت اجر او ثواب نشته. حسن البصري رحمه الله. الاداب الشرعیة لابن مفلح المقدسي 1/ 289.

(37) یو هوښیار وایي: څوک چې درته غوسه شي خو څه ضرر درته ونه رسوي دا کس د ملګرتیا وړ دی ملګری یې کړه، ځکه غوسه د انسان اصل معلوموي.

(38) که شا ته دي د ستونزو او دردونو زر غېشي ولاړ وي او بیا دي هم موسکا په خوله وي؛ دا له دې درته ښه ده چې د هغو انسانانو په مخ کې ولوېږې چې ستا د لوېدلو انتظار کوي.

(39) ځیني خلک د هغه چا دروغ خبره هم مني چې مینه ورسره لري، او ځيني بیا د هغه کس له سپین حقیقته هم انکار کوي چې کرکه ترې لري، او دا د حقیقت پر خلاف د عواطفو بغاوت دی. مارک ټوین.

(40) که یوه ګړۍ بې ګناه د تهمتونو په پنجره کې بندي شم د ازادي په اړه مې لوستلي زر 1000 کتابونه به رانه هېر شي. والیټر.

(41) امام اصمعي رحمه الله وایي: یو کوچي مې ولید یوسل او شل 120 کاله عمر یې و، ورته ومې ویل: ته څومره زیات عمر لرې؟! هغه راته وویل: ځکه زه په زړه کې حسد او کینه نه لرم. ایرنسټ هيكل: حسد او کینه د کم عقلو بداخلاقي ده، ځکه دا بداخلاقي انسان ته هیڅ ډول ګټه نه رسوي.

(42) یو کس په یوه سر ځان ته کور نه شي جوړولی، خو لس کسان لس کورونه جوړولی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د