شکیب الحسن: له هندي لوبډلې کومه ویره نه لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د بنګله دیش لوبډلې لوبډل مشر شکیب الحسن له کوارټر فاینل څخه وړاندې رسنیو ته وویل چې مونږ د هندوستان له لوبډلې کومه ویره نه لرو.

د بنګله دیش لوبډلې په روان نړیوال جام کې ۶ لوبې کړې چې په دریو لوبو کې يي بریا خپله کړې. بنګله دیش د الف ګروپ څلور غوره لوبډلو کې شامل شوی او د نړیوال جام کوارټر فاینل ته يي لار موندلی.

شکیب الحسن رسنیو ته وویل چې مونږ د نیوزیلینډ لوبډلې په خلاف غوره لوبه وکړه کوم چې کولی شي د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې له مونږ سره مرسته وکړي.

شکیب الحسن همدا راز وویل چې مونږ د نړیوال جام کوارټر فاینل هدف ټاکلی او غواړو په دغه مرحله کې تر ټولو غوره او پیاوړی لوبه نندارې ته وړاندې کړو.

د یو سوال په ځواب کې شکیب الحسن وویل چې که سریلانکايي کمار سنګکارا په یو نړیوال جام کې څلور پرلپسې سلیزې وهلی شي نو د بنګله دیش محمودالله يي ولې نشي کولي.

د بنګله دیش لوبډله به د مارچ په ۱۹مه د میلبورن په ډګر د پخوانی اتل هندوستان په وړاندې لوبه کوي. د دې لوبې ګټونکی د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وځي او بایلونکی لوبډله به له نړیوال جام څخه خارجیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د