افغانستان

د افغانستان په جنوب کي ایساف د یو تن بهرنی عسکر او طالبانو د زیاتو د وژل کیدو خبر ورکوي

Pall bearers carry the coffin of Private Matthew Thornton during his repatriation ceremony at RAF Brize Norton, in Oxfordshire, central England, November 17, 2011. Private Thornton of the 4th Battalion the Yorkshire Regiment died in Afghanistan on November 9.نن ټکی آسیا: ایساف وايي چي د افغانستان په جنوب کې د ماین چاودني له کبله ددوی یو تن عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دغه اړه د بهرنیو ځواکونو د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي نن ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کي د یو ماین چاودني له کبله د ایساف یو تن عسکر ووژل شو.

په خبرپاڼه کي د وژل شوي عسکر هویت نه دی څرګند شوی، او نه هم د پيښي دقیق ځای څرګند شوی دی.

باید وویل شي چي تیره ورځ هم د ایساف له خوا خپل د ۳ سرتیرو وژل کیدل اعلان شوې وه، چي دوه يې برتانوي عسکر وه.

ددې عسکر د وژل کیدو په اعلان سره ایساف دا ومنله چي د رواني میاشتي د پیل څخه تر اوسه ددوی ۱۸ تنه عسکر وژل شوي دي.

که څه هم ایساف نن صرف د یوه عسکر وژل اعلان کړي دي، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن د افغانستان په جنوب کي د ګڼ شمیر چاودنو خبر ورکړ.

د نومړي په وینا نن د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د خاشو په کلي پر بهرنیو ځواکونو درې پر لپسې چاودني تر سره شولې، چي له کبله يې څلور تنه بهرني عسکر مړه او پنځه نور ټپيان شول.

او همدا راز نن د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د سیدانو په کلي کي دوه پرلپسې چاودني وشولې، چي له امله يې پنځه تنه بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیدله.

نومړي زیاته کړې، چي د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د شاول په سیمه کي هم پر بهرنیانو یوه چاودنه وشوله چي له کبله يې یو موټر ویجاړ شو، او د نورو تلفاتو په اړه نور معلومات څرګند نه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x