افغانستان

اشرف غني نن سعودي عربستان ته ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سعودي عربستان ته ځي.

له سعودي عربستانه خپرېدونکې «الشرق» ورځپاڼې ليکلي، چې اشرف غني به نن شنبه له کابله مکې مکرمې ته ځي او له عمرې ادا کولو وروسته به سبا يکشنبه د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره ګوري.

راپورونه وايي، چې د اشرف غني د سفر موخه به د سيمه ييزو او نړيوالو ستونزو تر څنګ طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د سعودي عربستان همکاري او مرسته غوښتل وي.

اشرف غني، په داسې حال کې سعودي عربستان ته ځي، چې د روان مارچ په ۲۴مه د امريکا ولسمشر بارک اوباما سپينې ماڼۍ ته غوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
fahim

با معذرت مصدر منبع را اشتباه است در سعودي عربستان كه أز 120 روز نامه زياد به جاب ميرسد روزنامه بنام الشرق ندارد البته الشرق در ممالك ديكر عرب وجود دارد

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x