
ګارډين: افغان انګليس څلورمه جګړه د ماتې په شکل پای ته ورسېده
نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان ديارلس کلنې جګړې، چې د لسګونو ملکي برتانويانو په ګډون يې د ۴۵۳برتانوي ښځېنه او نارينه عسکرو ژوند واخيست او سلګونو نور يې ټپيان کړل، په تېرو پنځوسو کلونو د برتانيا لپاره تر ټولو درنه او خونړۍ جګړه بلل کيږي.
ګارډين برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې د تېرو ۱۸۰ کالو په ترڅ کې او د افغان انګليس له درېيمې جګړې وروسته دا تېره ديارلس کلنه جګړه د افغان انګليس څلورمه جګړه بلل کيږي او د ګارډين په وينا دا جګړه له تېرو هغو ډېره اسانه نه وه.
د ګارډين په وينا د تېرې ديارلس کلنې افغان انګليس څلورمې جګړې غبرګون تېره ورځ لندن کې د يوې ولسي جګړې ضد غونډې پر مهال څرګند شو، چې ګډونوالو يې د جګړې پر پلويانو او چارواکو نيوکې کولې او ۲۰۰۹ز کال کې د عراق جګړې د پای رسولو فعال سيټ پاول ستاينه يې کوله.
يو مسيحي پاپ او د سولې پلوي جسټين ويلبي وويل، چې هر فرد او سالمه ټولنه د جګړې ضد ده او تل له جګړې وروسته عسکرو او جنرالانو ته ميډالونه ورکول کيږي، مګر د جګړې ناوړو پايلو او ميراث ته هېڅوک هم فکر نه کوي.
ګارډين وايي، چې کېدای شي د پاپ جسټين فکر او وړانديز ډېر خلکو ته د منلو وړ او هيله بښونکی وي او کېدای شي په ډېرو خلکو اغېز ولري، چې له جګړو او يرغله يې زړه واوړي.
«د روانې جګړې تر ټولو مهم لامل ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر ۱۱مه بلل کیږي، مګر دا بايد ومنل شي، چې د پېښو غبرګون بايد له اندازې زيات نه وي او په ځانګړې توګه په نظامي عکس العمل کې بايد له اندازې زیات احتياط وشي. د همدې خونړۍ جګړې له امله افغانستان کنډواله شو. نظامي عکس العمل بايد وروستی چانس وي او دې ديارلس کلنې جګړې افغان ولس ته درانه بشري او مادي زيانونه اړولي او د افغانستان په ګډون د نړۍ مسلمانانو ته د جهاد، مقاومت او له غربي نړۍ د کرکې چاړه په لاس ورکړه.»
ګارډين د يادې مقالې په پای کې ليکلي، چې د يارلس کلنه خونړۍ جګړه له زغمه ووته او بالاخره چارواکو پرېکړه وکړه، چې دغه جګړه پای ته ورسوي او د ميلياردونو ډالرو په لګولو او زرګونو عسکرو له مرګ ژوبلې او لکونو افغانانو له تباه کولو وروسته امريکايي ايتلاف افغانستان په داسې حال کې پرېښود، چې نور يې د کنټرول توان نه درلود، د هېواد زېربنا لا هم ګډه وډه ده او داسې يو کمزوري حکومت ته يې افغانستان پرېښوده، چې د افغانستان کنټرول يې د وس کار نه دی او د افغانستان ډېری سيمې د طالبانو په واک کې او دا ګواښ تل موجود دی، چې طالبان به روان حکومت ډېر ژر نسکور کړي.
«دا جګړه پای ته رسول شوې، مګر ګټل شوې نه ده او دغه جګړه موږ نه ده ګټلې او هېڅوک به راتلونکي وخت کې د دغې جګړې بريا ونه لمانځي.»
۲۰۱۱ز کال کې پر افغانستان د امريکايي يرغل پر مهال د نړيوال ايتلاف مشر جورج بوش طالبانو سره له هر ډول خبرو اترو انکار کاو او ګردې نړۍ ته يې ګواښ کړی و، چې يا دې له امريکا سره شي او يا له مخالفينو سره، مګر د څو کالو په تېرېدو يې طالبانو سره د غير مستقيمو او مستقيمو مذاکراتو هڅې پيل کړي او طالبان لا هم د پخوا په څېر په خپل دريځ ټينګار کوي، چې د يو بهرني عسکر تر پاتې کېدو به هم خپل مقاومت ته دوام ورکوي چې بالاخره د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف د جګړې د يو اړ خيزه پای ته رسولو اعلان وکړ.
څارونکي وايي، چې افغان جګړه ظاهر پای ته رسېدلې، مګر د پردې تر شا به دا جګړه تر ډېره روانه وي او بالاخره به امريکا او نړيوال ايتلاف د جګړې له ملاتړه ناتوانه شي.
ګارډين ليکلی «موږ به په خپله تاريخ کې هېڅکله داسې ورځ ونه لرو، چې د افغان انګلیس څلورمې جګړې بريا ولمانځو، ځکه چې جګړه موږ بايللې ده»
سلامونه اونیکی هیلی د نن.اسیا کارکونکوته. لومری باید ووایم چی د افغان – انگلیس له دریمی جگری 95 کاله تیریژی نه 180 کاله په متن کی غلطی ده. او په دوهم گام کی د انگلیس یو بله ماته د افغان باغیرته ولس او بلخصوص هغو سرسپارلو او باغیرته مجاهدینو ته مبارکی وایم. له الله ج نه شهدانوته جنت فردوس او غازیانو ته د نورو بریاو هیله کوو. پریژدی چی گران افغانستان د سرکشو امپراتوریو هدیره سی او دغرب استعمارگر قوتونه پوه سی چی دلته په افغان خاوره کی نور خلک دی او مرگ قبلوی ولی غلامی نه سی منلی. .تل… نور لوستل »
سلامونه اونیکی هیلی یوځل بیاتاسونن ټکی اسیااومظلوم غیوراولس ته دزړه له کومی مبارکی وایم اوالله ج=ته امیدواریوچه ډیرژربه انشاءالله ج=دیواسلامی اوخپلواک ژوندنه برخمن سو
دوستانو لمر په دوه ګوتو نه پتیژی ولی زلیل دی وی هغه کسان چی اوس هم د یهودو غلامی کوی او د هغو د کټو لپاره کار کوی او دی یهودو ته مشروعیت ورکوی