افغانستان

په لویه جرګه کې زمونږ د نه ګډون دلایل

loyajirga2011_1د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه

MOVEMENT for PEACEFUL TRANSFORMATION of AFGHANISTAN

۱۰۶۸ کور،  پنځمه کوڅه، علوم اجتماعي سړک، خوشحالخان مینه، کابل- افغانستان.   تلفون  ۰۷۰۳۵۵۰۰۸۰ farouqazam@hotmail.com

په لویه جرګه کې زمونږ د نه ګډون دلایل

 

افغان حکومت پتییلې ده چې دروال کال د لړم د میاشتې پر ۲۵ دودیزه لویه جرګه دایره کړي ترڅو د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیک تړون په اړه بحثونه ترسره او وروسته پدې اړه حکومت ته مشوره ورکړي. ددې احتمالي تړون په موادو کې یوامتیاز چې امریکایې غواړي ترلاسه کړي ، په افغانستان کې د اوږدې مودې نظامی اډې درلودل دي.

دافغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنې مشر ښاغلي ډاکټرفاروق اعظم ته هم پدې دودیزه لویه جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوېده چې په مورد کې د جرګې د چارواکو څخه مننه کوو. دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنې مرکزي شورا له اوږده بحث نه وروسته دې پایلې ته ورسیده چې پدغه لویه جرګه کې د لاندې دلایلو له امله ګډون ونه کړي:

لومړی – عارضي او تخنیکي دلایل

1.           په کار وه چې حکومت پر داسې مهمه مسئله د جرګې اجندا د عامه پوهاوي لپاره افغان ولس ته لږ تر لږ ه یوه میاشت دمخه رسولې وای ترڅو ملت هر اړخیز غور پرې کړی وای مګر داسې ونشوه او ملت په تیاره کې پریښودل شو.

2.           په کار وه چی دولت د جرګې اجندا د جرګی د برخه اخیستونکو غړو سره د هغوی تر دعوت دمخه مطرح کړې وای، ترڅو هغوی پر موضوع د پوره علم او پوهې سره د خپل ګډون یا نه ګډون فیصله کړې وای او فرصت ورته وای چی د جرګې د ښه والي لپاره یې وړاندیزونه کړی وای. همدارنګه د جرګې غړو باید د جرګې د اجندا په موردکې د خپل ولس سره د مشورې کولو وخت درلودای او د هغوی په رايه او نظر یې ځان پوه کړی وای څو هغه یې په جرګه کې منعکس کړی وای. مګر داسې ونشول.

دوهم –  اصولي او حقوقي دلایل

1.                 افغانانوته ترټولو مهمه او لومړنۍ اړتیا سوله ده. پدې حساس وخت کې افغانانو ته ښايي چې خپله ټوله توجه دسولې راوستلو ته واړوي او له هرې هغې متنازع فیه مسلې نه ځانونه وساتي چې دسولې خنډ ګرځي او یا هم سوله شاته غورځوي.

2.                 د افغانستان د مځکې او ولس ډیره برخه د حکومت د مؤثر کنترول څخه بهر ده.له دې امله دا جرګه د افغانستان د غوڅ اکثریت ولس تمثیل نشي کولای نو ځکه هم دا جرګه لویه عنعنوي جرګه نشی بلل کیدای. همدارنګه پر هیواد خارجي فوځونه مسلط دي او په وړاندې یې مسلح مقاومت روان دی، نوپداسې شرایطوکې امریکا ته د اوږدمهاله نظامي اډو ورکول د اوسني دولت له صلاحیتونو څخه ندي.

3.                 په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله نظامي اډې د وسلوالو مخالفینو او یوزیات شمیر لیرې او نژدې ګاونډیو هیوادونو لپاره دمنلو وړندي. دغسې تړون به چې ددغه جرګې په نتیجه کې منځته راځي جګړه نوره هم توده، اوږده او پراخه کړي.

4.                 د ګاونډیانو د مداخلو د مخنیوي په دلیل، په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله نظامي اډې د توجیه وړ ندي؛ داځکه چې دلته همدې امریکایانو زموږ ګاونډیانو ته د مداخلو بیسارې موقع ورکړېده.

5.                 اوسني افغان امنیتي ځواکونه، ملي نه بلکه تنظیمي او قومي دي او د جنګ لپاره کومه ملي او مذهبي انګیزه نلري. دغه ځواکونه د کمي پرځای کیفي او بنیادي اصلاحاتو ته اړتیا لري. په اوسني شکل یې شمیر او توپک ورډیرول د افغانانو په درد نه خوري بلکې تل به دغه ځواکونه د نورو لاس او قوماندې ته ګوري.

6.                 په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې دوامداره مبارزه افغانانو ته د منلو او توجیه وړ نه ده. افغانان په تیرو دیرشو کلونو کې د خارجي تجاوز او خصوصا په تیرو لسو کلونو کې د یوې داسې جګړې قربانیان دي چې اصلا یې په تعریف نه پوهیږي. افغانان هیڅکله تروریستان نه وو او هیڅکله یې هم د خشونت اوتاوتریخوالي پلوي نده کړې.  افغانان ترهرڅه ډیر سولې ته اړتیا لري او که نړیوامریکا رښتیا ورسره مرسته کوي نو په دې لار کې دې صادقانه مرسته ورسره وکړي.

7.                 د افغانستان په اساسي قانون کې دداسې یوې جرګې په باب څه نه دي ویل شوي اود افغانستان د لویو جرګو په تاریخ کې د راتلونکې لویې جرګې پشان صرف مشورتي او بې صلاحیته جرګه نده جوړه شوې.

دلایل عدم اشتراک ما در لویه جرگه عنعنوی

حکومت افغانستان در اخیر ماه عقرب سال جاری لویه جرگه عنعنوی را دایر مینماید تا درمورد پیمان ستراتیژیک دراز مدت میان افغانستان و امریکا بحث صورت ګرفته و درپی آن مشوره هایی به حکومت ارائه گردد. یکی از امتیازاتی که امریکا میخواهد ازین پیمان بدست آورد عبارت از: داشتن پایگاه های نظامی درازمدت درافغانستان است.

محترم دوکتور فاروق اعظم رهبر مجمع تغییر مسالمت آمیز افغانستان نیز برای شرکت دراین لویه جرگه عنعنوی دعوت شده است ،  در این رابطه  از دعوت مسئولین تدویرلویه جرگه ابراز امتنان مینماییم.

شورای مرکزی مجمع تغییر مسالمت آمیزافغانستان بعد از بحث های طولانی به این نتیجه رسید که درین لویه جرگه عنعنوی بنابردلایل ذیل اشتراک نورزند:

اول – دلایل عارضی و تخنیکی

1.                  حکومت افغانستان میبایست اجندای بسا مهم همچو جرگه یی را حد اقل یک ماه قبل از برگزاری جرگه بمنظور آگاهی عامه با مردم در میان میگذاشت تا مردم اگاهانه در مورد ان بحث های همه جانبه را انجام داده و در روشنی قرار میگرفتند. متاسفانه چنین نشد و مردم در تاریکی ماندند.

2.                 حکومت افغانستان میبایست اجندای این جرگه را با اشتراک کننده گان آن قبل از دعوت کردن آنها درمیان میگذاشت تا آنها در روشنی قرار گرفته و در پرتو معلومات کامل  در مورد اشتراک یا عدم اشتراک خویش فیصله میکردند. به این ترتیب اشتراک کننده گان فرصت کافی میداشتند تا با مشوره کردن با مردم نظریات و پیشنهادات انها را دراین جرگه منعکس میکردند ، که متاسفانه چنین نشد.

دوم –  دلایل اصولی و حقوقی

1.                  ضرورت اولی و مبرم مردم افغانستان صلح سرتاسری میباشد. لازم است تا همه افغانها درین مقطع حساس زمانی تمام توجه خودرا به مساعد ساختن زمینه صلح مبذول داشته و ازمطرح کردن مسایل تنازع امیز که مانع و یا سبب به تاخیر افتادن صلح میشود, بپرهیزند.

2.                  قسمت وسیعی از خاک و نفوس کشور عزیزمان افغانستان از کنترول موثر حکومت بیرون است. ازینرو این جرگه ممثل ونماینده اکثریت قاطع مردم افغانستان بوده نمی تواند, لذا این جرگه از حیثیت لویه جرگه عنعنوی مردم افغانستان برخوردار نمیباشد. همچنان درحالیکه قوت های خارجی بالای کشور ما مسلط بوده و درمقابل آن مقاومت مسلح جریان دارد, حکومت فعلی صلاحیت آنرا ندارد تا به امریکا یا کدام کشور دیگری پایگاه های دراز مدت نظامی بدهد.

3.                  پایگاه های نظامی دراز مدت امریکا در افغانستان به هیچ وجه قابل قبول مقاومت مسلحانه و یکتعداد کشورهای دور و نزدیک نمیباشد, پس عقد همچو یک پیمان منتج به پررنگ شدن, طولانی ترشدن و وسیع ترشدن این جنگ منحوس خواهد شد.

4.                  بودن پایگاه های دراز مدت نظامی امریکا در افغانستان به دلیل جلوگیری کردن از مداخلات همسایه ها, قابل توجیه نمیباشد, زیرا که امریکا از گذشته تا به امروز زمینه مداخلات صریح  کشورهای همسایه در امور افغانستان را مساعد ساخته است.

5.                  نیروهای امنیتی فعلی افغانستان به هیچ وجه نیروهای ملی نبوده, بلکه نیروهای وابسته به تنظیم ها و قوم ها میباشند. این نیروها انگیزه ملی و مذهبی برای دفاع از افغانستان نداشته و ندارند. این نیروها نیاز به اصلاحات اساسی و کیفی دارند نسبت به مجهز شدن شان از لحاظ ابزار جنگی. این نیروها با کیف و کان فعلی برای حفظ  امنیت افغانستان توانایی کافی را ندارند و همیشه چشم به راه فرمان وجیره بیگانگان خواهند بود.

6.                  مبارزه دوامدار علیه تروریزم در افغانستان, قابل قبول وقابل توجیه برای افغانها نمیباشد. افغانها طی چند دهه اخیر  ، بالخصوص طی ده سال گذشته قربانی تجاوز نیروهای اشغالگر وجنگ های خانمانسوز بوده اند که اصلا با علت, معلول و تعریف آنها آشنایی نداشته اند. افغانها هیچگاه تروریست نبوده اند و هیچوقت طرفداری خشونت وجنگ را نکرده اند. افغانها بیشتر از همه نیازمند صلح میباشند واگر ایالات متحده امریکا واقعا  خواهان اوردن صلح سرتاسری وپایدار برای افغانها میباشد ، باید درین راستا با افغانها همکاری صادقانه نماید.

7.                  درقانون اساسی افغانستان درمورد ایجاد همچو جرگه یی ذکر نشده است و درتاریخ کشور هیچگاه چنین جرگه ی فاقد صلاحیت دایرنگردیده است.

به امید صلح سرتاسری در افغانستان

عبدالواسع قانع

مسؤل مطبوعات مجمع تغییر مسالمت آمیز افغانستان.  تلفون: 0787105925    drqani@gmail.com کابل – ۲۲ عقرب۱۳۹۰ هش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x