
غزني: اندړو کې د قومندان په ګډون ۸ اربکیان وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په اندړ ولسوالۍ کې طالبانو نن سهار وختي د اربکیانو په یوې پوستې عملیات کړي.
ددغه ولایت چارواکي مني چې برید نن سهار وختي د اندړ ولسوالۍ په ګنډیر سیمه کې د اربکیانو په یوې پوستې شوی او ۷ اربکیان په کې وژل شوي دي.
دوی همدا راز ادعا کوي چې په برید کې ۵ طالبان هم وژل شوي دي، خو طالب ویاند د ۳ کسانو سرسري ټپي کېدنه مني.
په عین حال کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې بېګا شپه دوی ملګرو په ګنډیر سیمه کې د اربکیانو په یوې پوستې برید کړی.
مجاهد زیاته کړې چې دوی «لومړی په سیمه کې د اربکیانو یوه پوسته تر برید لاندې ونیوله چې د جګړې په جریان کې د دوهمې پوستې (صاحب خان پوستې) څخه د اربکیانو قومندان ولي محمد، دهغه مرستیال دراني له شپږو افرادو سره د جګړې میدان ته د مرستې لپاره راغلل».
هغه وايي چې دغه دواړه قومندانان د دوی له کمین سره مخ شول، چې په نتیجه کې يې قومندان ولي محمد، مرستیال يې درانی او ورسره شپږ اربکیان ووژل شول.
دا په داسې حال کې چې پرون د غزني ولایت چارواکو خبر ورکړ چې طالبانو د غزني د ده یک ولسوالۍ په عالم کلا سیمه کې ۷ اربکیان ووژل. دوی د ۴ طالبانو وژنې ادعا هم کړې وه.
طالبانو ویلي وو چې په دغه برید کې يې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۲ اربکیان وژلي او پوسته یې نېولې.
د یو بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ملي اردو ۴ عسکر وژل شوي.
د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي چې دغه عسکر د ماین چاودنو له کبله وژل شوي. هغه د وژل شوو نومونه او دقیق ځای نه دی څرګند کړی.
عظیمي د ۱۵ طالبانو د وژنې او تر ۱۳۰ زیات ماینونو د خنثی کولو ادعا هم کړې.