کیري په مصر کې: مونږ د اسرائیل د راتلونکي لپاره کار کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د امریکا وزیر خارجه خپل د زړه خبره وکړه، او د نړیوالو سیاسينو، ډیپلوماټانو، او تجارانو په یوه ناسته کې وویل چې مونږ باید ټول د اسرائیل د راتلونکي لپاره کار وکړو.

نوموړي دا خبره په هغه غونډه کې وکړه کومه چې د مصر په شرم الشیخ سیمه کې د مصر د حکومت او اقتصاد د پیاوړي کیدو په خاطر جوړه شوې، نوموړي ددې خبري کولو وروسته خپله خبره واوړول، او ووې ویل چې زه معذرت غواړم، زما مطلب وو چې مونږ باید ټول د مصر د ښه راتلونکي لپاره کار وکړو.

په مصر کې د امریکا د سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کیري دغه خبره په اصل کې د هغه د ژبي ښوییدنه وه، چې دوی معذرت باندي غواړي، او زیاته کړې چې کیدای شي کیري ډیر بې خوبه وو، او د ذهني فشار له کبله یی دغه خبره له خولې وتلي وي.

خو د نوموړي ددې خبري په اړه سیاسي څیړونکي او کارپوهان وايي چې دا خبره خو امریکا په عمل کې هم ثابته کړې، او دا مصر لپاره په یوه را بلل شوي کانفرانس کې د کیري د ژبي ښوییدنه په اصل کې د هغه د زړه خبره ده چې پر ژبه یې راغله، او دا څه نوې خبره هم نه ده، ځکه امریکا په منځني ختیځ کې چې هر څه کوي، د هغه د مهمو مقاصدو څخه یو همدا دی چې اسرائیل باید خوندي وي، او د اسرائیل راتلونکی باید روښانه وي.

باید وویل شي له کومي ورځي څخه چې جنرال سیسي په مصر کې د اخوانیانو د ولسمشر دکتور مرسي په خلاف عسکري انقلاب کړی، له هغه راهیسي د فلسطین په قضیه کې د مسلمانانو ملاتړ په نړیوال او عربي هیوادونو کې کم شوی، د مصر حکومت که له یوې خوا په سیناء کې د فلسطین سره پر پوله پراته ټول قبایل له خپلو سیمو څخه مهاجر کړل، او د هغوی کورونه یې تخریب کړل، له بله اړخه یې د فلسطین سره یوازیني هغه پوله تړلې، چې فلسطین له نړۍ سره تړي. تیره میاشت د مصر یوې محکمې دا پریکړه هم په سی وکړه چې په مصر کې د اسرائیل په خلاف مقاومت کونکې اسلامي ډله (حماس) نوره ترهګره ډله ده، او په مصر کې ددغه ډلي سره هر نوعه تعامل او مرسته قانونا جرم دی، او سرغړونکو ته به قانوني سزا ورکول کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د