نظــر

د اسلام، افغانیت او ژورنالیزم اصول چا د پښو لاندی کړل؟

لیکوال: محمد اسحاق ناصري

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چی ژورنالیزم او میډیا نوی ورکی ترقی کړی ده او مخ پر وړاندی روانه ده، د امریکا له اشغال څخه وروسته په دی برخه تقریباً ډیره ترقی وشوله او ډیری صوتی او تصویری رسنی رامنځ ته شولی چی یو شمیر یی دولتی او یو شمیر یی شخصی او آزادی رسنی دی.

خو خبره تر دی ده چی په دغو رسنیو کی چا خپله دنده په سمه توګه سرته ورسوله او چا د اسلام، افغانیت او ژورنالیزم اصول په پام کی ونیول او هغه یی تر پښو لاندی نه کړل؟

ددی په ځواب کی باید وویل شی چی دلته اکثریتو رسنیو خپله دنده په سمه توګه نده ترسره کړی، د رسنیو وظیفه د حقایقو رسول د خلکو تر غوږنو پوری، او خپله بی طرفی اختیارول، او د اسلامی او افغانی ټولنی اصول په پام کی نیول دی، خو دلته د ګوتو په شمیر ډیرو کمو رسنیو خپله واقعی دنده سرته ورسوله او حقایق یی دخلکو تر غوږونو پوری ورسول او خلک یی له واقعیتونو څخه خبر کړل چی له هغی جملی څخه یو هم نن ټکی آسیا ده، نن ټکی آسیا یوه له هغوی رسنیو څخه ده چی همیشه یی حقایق د خلکو تر غوږنو پوری رسولی او همیشه یی د اسلام افغانیت او ژورنالیزم اصول په پام کی نیولی، او همیشه یی خپله بی طرفی اختیار کړی د هر لوری ښو ته یی ښه او بدو ته یی بد ویلی یی دی او همیشه یی د مظلومانو په ملاتړ خپل غږ پورته کړی ده.

دلته اکثریت رسنی یا په مستقیم ډول او یاهم په غیر مستقیم ډول د یو چا د تاثیر لاندی دی او له یو طرف څخه یی حمایت کیږی او کله یی هم حقایق د خلکو تر غوږونو پوری ندی رسولی او کله یی هم د ژورنالیزم اصول په پام کی ندی نیولی، د رسنیو اصلی دنده هغه بی طرفی کول دی خو دلته بیا رسنی ټولی طرف واقع دی او هیڅکله یی هم خپله بی طرفی نده حفظ کړی.

په نن ټکی آسیا کی یو خبر خپور شو چی په ایټالیا کی د نجیب په لور باندی ۶ ایټالویانو جنسی تیری کړی ده. زه نه غواړم چی په دی موضوع باندی خبری وکړم چی دا حقیقت ده او که نه؟ دا خبره مونږ نه تائید کولای شو او نه یی رد کولای شو.

خو خبره دلته ده چی بعضی خلک راپاڅیدل او په نن ټکی آسیا یی انتقاد وکړ چی په یوی افغانی ښځی پوری یی تهمت کړی ده. او دا د افغانانو ناموس ده او داسی باید نه وای شوی. زه له دی خلکو داسی پوښتم چی په دا رسنیو کی چی همیشه راځی چی په فلانی ځای کی یو ملا په یوی انجلی جنسی تیری کړی، آیا هغه انجلی د افغانانو ناموس نده؟ او یو ځلی نه هره میاشت داسی راپورونه خپریږی آیا هغه خلک د افغانانو ناموس ندی؟

لری به نه ځو د پغمان پیښه چی څو میاشتی وړاندی وه هغه پیغلی د افغانانو ناموس نه ولی؟ چی هغوی د تلویزیونو پردو ته راکش کړل شولی او په علنی محکمو کی د رسنیو په مخ کی چی په میلیونو خلکو یی تماشه کوله او بیا له هغوی څخه پوښتل کیدل چی له تاسی سره څه وشول؟ دا بیا کوم اصول شول او دا بیا کوم نوع غیرت او ناموس ساتنه شوله؟

طلوع تلویزیون چی د ستاره افغان (ستاره شیطان) په نامه کوم پروګرام جوړ کړی ده او هلته د افغانانو پیغلی راوستل کیږی او د تلویزیون په مخ کی ګډول کیږی، په میلیونهاو خلک یی تماشه کوی دا کوم غیرت او څه رقم ناموس ساتنه شوله؟

خورشید تلویزیون کی چی کومه برنامه روانه ده چی هره ورځ ورکی د پردیو میندو او خویندو ناموس لوټ کیږی دا بیا کوم اصول دی او دا بیا څه رقم ناموس ساتنه ده؟

آریانا تلویزیون چی تمامه ورځ فحشا او عریانی ته په خدمت بوخت دی، د اسلام او افغانیت ټول اصول یی د پښو لاندی کړل هغه ولی یوه ورځ و نه رټل شول؟ هغوی ولی و نه غندل شول؟

په ټولو رسنیو کی چی دا ترکی او هندی سریالونه نشر ته سپارل کیږی دا د کوم اسلامی او کوم افغانی اصل په اساس نشریږی؟ چی ددی سریالونو عمومی مقصد د افغانانو له منځه د حیا او پردی لری کول دی دا د کوم اصل په اساس نشریږی؟ په دوی باندی ولی څوک انتقاد نه کوی؟ ددوی مخه څوک ولی نه نیسی؟

افغانی ټولنه یوه فرهنګی او اسلامی ټولنه ده چی دلته تر هرڅه د مخه باید د اسلام اصول او بیا د افغانیت اصول په پام کی ونیول شی او مراعت شی خو متاسفانه چی یوی رسنی هم نه مراعت کړی دی او نه یی په پام کی نیولی، نو هر هغه څوک چی داسی بی ځاینه انتقادونه کوی اول دی لږ په دی نورو رسنیو کی هم لږ فکر وکړی چی څه نشروی او مطلب او مرام یی څه شی ده بیا دی په یوی آزادی رسنی باندی انتقاد وکړی په پټو سترګو دی فیصلی نه کوی.

د سرلوړی او آباد افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

محترم ناصری صاحب دا کسان ښه پدی پوهیږی چی نن سبا څه ضد افغانی او اسلامی کړنی ندی چی په افغانستان او خاصتا په کابل کی د بی حیایی او فحشا د خپرولو او عامولو لپاره ندی روانی چی حتی کابل میشتو د ایساف او ناټو مفتیانو یی هم په خپلو بیانونو کی په شته والی اعتراف کړی او ددی کارو مذمت یی کړی چی باید ودرول شی خو داکسان قصدا غواړی چی پدی کارونو پرده واچوی او داسی وښیی چی په افغانستان کی هر څه اسلامی دی او خیر وخیریت ده خو چی پوښتنه تری وکړی چی هلکه ولی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x