سي ای اې: امريکا نه غواړي د بشارالاسد رژيم نسکور شي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د سي ای اې مشر جون برينان وايي، چې امريکا نه غواړي، د بشارالاسد رژيم او پلويان یې نسکور کړي او نه به يې پر ضد هېڅ ډول فعاليت کې برخه واخلي.

د جون برينان په وينا، سوريه کې د اسد رژيم نسکورول په دې معنا دي، چې سيمه دې اسلامي دولت او نورو جهادي ډلو ته پرېښودل شي.

د سي ای اې مشر تېره ورځ ناوخته نيويارک کې د بهرنيو اړيکو د څېړنو مرکز کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: «نه موږ، نه روس او نه هم زموږ نړيوال ايتلافيان غواړي، چې سوريه کې دې د بشارالاسد رژيم نسکور شي.»

جون برينان زياته کړه، چې اسلامي دولت او نورې جهادي ډلې سوريه او نورو سيمو کې د پرمختګ په حال کې دي او د دې لپاره بايد دوی د بشارالاسد او د هغه د ايتلافيانو ملاتړ وکړي.

امريکايي چارواکي وايي، چې سوريه کې د دوی د هڅو او فعاليتونو موخه دا ده، چې سوريه کې داسې يو حکومت رامنځته شي، چې د بشارالاسد منځلارو مخالفينو سره په ګډه يو نظام جوړ کړي، چې ټول هېواد کې د اسلامي جهادي ډلو مخنيوی وکړي.

سي ای اې وايي، چې سعودي، قطر او ترکيې ته به ۱۰۰۰ امريکايي عسکر ځي، تر څو د بشارالاسد منځلاري مخالفين وروزي او بیا يې سيمه کې د اسلامي دولت پر ضد جګړو ته وهڅوي.

د اسلامي دولت په اړه د امريکا ستراتيژي دا ده، چې لومړی بايد په عراق کې ماتې ورکړي او سوريه کې د اسلامي دولت ځپل ستونزمن کار بولي او د امريکايي چارواکو په ګومان کېدای شي، دا پروسه څو کاله ونيسي او د دې لپاره بايد دوی د اسد منځلارو مخالفينو ته روزنه ورکړي او د اسلامي دولت پر ضد يې وجنګوي.

د پېښو څارونکي وايي، چې امريکايي ايتلاف کې پټ او څرګند ايتلافي عسکر او جنګي الوتکې د اسلامي دولت تر څنګ د سيمې پر سني ولسونو هم بريدونه او بمبارۍ کوي او د دوی په ګومان د سيمې سنيان د اسلامي دولت پلويان دي او بايد یا د اسلامي دولت پر ضد وجنګيږي او يا به د اسلامي دولت د پلوۍ په تور وژل کيږي.

د یادوني وړ ده چې د تېر کال ۲۰۱۴ د اګسټ میاشتې راهيسې د امريکا په مشرۍ اردن، سعودي عربستان، بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي او نړيوالو هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو درنې بمبارۍ کوي، مګر تر دې دمه يې اسلامي دولت ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره هم دغه دولت نه دی کمزوری کړی او وخت پر وخت نوي پرمختګونه کوي.
امريکايي چارواکي وايي، چې د ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي، مګر عربي رسنۍ د عراقي ولس له قوله

وايي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونه د اسلامي دولت د مرکزونو تر څنګ د عراق پر سني ميشتو سيمو هم روان دي، مګر هيڅ رسنۍ د دوی غږ نه اوري او نه هم د بشري ټولنو کومې ادارې د دوی عرض اوريدلی دی.

ځايي خلک وايي، چې امريکا او نړيوال ایتلاف ته د عراق او سوريې ټول سني ولس د اسلامي دولت پلويان ښکاري او له همدې امله دغه الوتکې د اسلامي دولت

تر څنګ د عراق او سوريې د سنيانو پر کورونو هم درنې او مرګونې بمبارۍ کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د