نظــر

زما د زړه بلي لمبې او یوه خاطره !

لیکوال: عصمت پکتیاوال

دثور له کودتا وروسته مې پلار مور او مشر ورو کمنستانو په ډیره بیرحمۍ په شهادت رسولي زه په ۱۳ کلنۍ کې ددنیا له ټولو خوږو اوشفقت نه کمونستانو محروم کړی یم زماپلار یولوړرتبه پوځي صاحب منصب و مشرورور مې په کابل کې دحقوقو پوهنځي دڅلورم کال محل و چې له اول ټولګي نه دژوند ترپایه اول نمره پاتې شوی و هغه هم پداسې حال کې چې دخپل ګران پلار دلیدو لپاره دڅرخي پل زندان ته ورغلی و زما د پلار ترمخ یې بیګناه شهید کړ کله چې دخپل ګران پلارجان له خوږې او درنې سیوري نه محروم شو.

یوازې زه زما کشره خور له خپلې مهربانې مور سره په هجرت کولو مجبور شوو له لس ساعته ستړي مزل وروسته پرچمیانو مونږ ونیوو پداسې حال کې چې زما او زما دخور په مخونو غبرګې عبرګې اوښکې راروانې وې په سخته ناهیلۍ او بیوسۍ مو یوبل لورته کتل او هیله مو درلوده چې ګوندې څوک راپیدا شي چې مونږ ددې وحشیانو نه وژغوري.

خو! کله چې پوه شول چې زما مورجانه د ډګروال شریف میرمن ده نو د وژنې اراده یې حتمي شوه مونږ ډیر ستړي او تږي وو مورمې له دوی نه زمونږ دپاره یخې اوبه وغوښتې او دې برچمي افسر دهو سر وخوځاوه پرعسکر یې امر وکړ دوی ته یوګیلاس اوبه راوړه بیا نوموړۍ افسر خپل ټانګ ته پورته شو داوبو یوګیلاس یې راووړ زما مورته یې وویل چې دا وڅښه! ښه مې په یاد دي چې مور مې ورته اوویل زماوړه لورکۍ لا اوس هم تږي ده هغه دې وڅښي خو صاحب منصب ورته وویل چې نورې اوبه هم راوړم ته یې اول وڅښه ډګروال صیب زما استاذ دی خفه به شي زه مو هرخدمت ته تیار یم! کله مې چې مورجانې داوبو ګیلاس لاپوره نه و څښلی چې یو ناڅاپه یې وویل؛ وئ په زړه مې درد شو، خو د درد کمښت نه و په څوشیبو کې غږ غلی شو . دسرک په غاړه یې ساه ورکړه، مونږ چیغې کړې صاحب منصب راته اوویل چپ شئ کنه پدې بافاشه مو غلبیل کوم! اخ … زما مورجانه دهجرت په دیار او دلارې په اوږدو کې له فاني نړۍ سترګې بټې کړي.

سربازانو ته یې وویل چې دمړي جسد چاته وسپارئ او دا ماشومان هم ورسره ولیږئ درې تنه ځدراڼ لارویو ته یې امر وکړ دا مسافره ده، دسختې ناروغۍ له امله مړه شوه دا یوسئ چیرته دفن کړئ! کله یې چې وارثان پیدا شول نو ماشومومان هم وروسپارئ! مونږ چې سخت هیبت وهلي و دبیوسۍ سترګې به مو کله خپلې مورجانې او کله هغه ځدراڼ لاروي ته ورواړولې چې زه او زما شپږکلنه خور یې یوبل څنګ ته ناست و خپله ژړامو له مرۍ نشوه راپورته کولی ځدراڼو زمونږ دمهربانې مور جسد داوښ دبار سرته پورته کړه او مونږ یې هم یوبل څنګ ته ورسره کینولو (اخ ! ځدراڼه ستا شفقت به مې هیڅکله هیر نشي) له ډیر مزل وروسته دتڼیو پرغرونو را واوښتو دژورې سیمه کې د ضیاءالدین ګربزو یوکلي ته راورسیدو اوښ ته یې د خې خې عږ وکړ اوښ ګونډې ووهلې نږدې و چې زه پریوتلی وم ګربز ډیر ښه خلک و زما د مهربانې مور دتکفین او تدفین په کار مصروف شول ماسخوتن ناوخت و چې زما دمهربانې مور جسد یې قبرته ښکته کړ زه او زما خور یې دوروستې دیدن لپاره قبرته کوزکړو لالټین یې زما دمورجانې مخ ته ونیو په کړیکو کړیکو مو وژړل ګربزانو زمونږ پرسرونو لاسونه راتیرول غلي شئ بچو! مونږ لا ژوندي یو تاسې زمونږ لکه اولادونه یئ خو زمونږ له سوی او څیرلي زړه یو خدای خبر و. کله یې چې زما په مورجانه خاورې اړولې مونږ یوازې دالله په اسره پاتې و ملاصیب یې په قبر تلاوت وکړ او بیا ملاصیب خپل کورته بوتلو دملاصیب میرمنې زما او زما په خور لاسونه راخواره کړل دمهربانۍ په دود یې راته ویل (اجار اجار ) زویه زه ستا دمور په شان یم خپلې غیږې ته یې نږدې کړو ښه شیبه یې پخپله غیږه کې دواړه نیولي و بیا راته وویل: زویه څه شی به دې زړه ته وشي ملاصیب زمونږ لپاره چرګ حلال کړی و ښا له غوښې ډکه کاسه یې زمونږ ترمخ کیښوده خو مونږ لکه ږلی ویشتلي مرغي ناست و په ستوني مو شخوند نه تیریده ملاصیب راغی لږه لږه غوښه راته پریکوله او خوله کې راکوله خو زمونږ په ستوني نه تیریده کله چې ملاصیب ماته غوښه راکوله غمجنې سترګې مې ورپورته کړې دملاصیب سترګې هم له اوښکو ډکې وې په ګڼه توره ږیره کې اوښکې لکه ملغلرې ځلیدې. سهار شو دکلي ډیر ې ښځې راغلې زمونږ سره یې غمشریکي کوله خو نه پوهیږم چې څنګه یې تعبیر کړم چې مونږ څنګه ناست و؟! یوه دنګه ښځه راغله زمونږ ترخوا کیناسته په ډیر مهربان غږ یې راته اوویل زویه! تا او زما دې خوږې لور ته مې ایشولي هګۍ پخې کړیدي او ته وګوره دومره ډیري دي بیایې پریولي کالي له غوټې راخلاص کړل زما او زما دخور په غاړه یې کړل . زه دا وخت لږ ښه شوی وم رانه ویې پوښتل چې دکوم ځای یاست؟ ما ورته وویل دکوز کلي یم پلار مې بندي ده عسکرو مې مشر ورور راته شهید کړ پرون مې دادی مورهم په لاره کې مړه شوه په بړق بړق یې وژړل له دې خبرې سره دکلې ټولې راغلې میرمنې به ژړاشوې بیا ملاصیب راغي زه یې په ښي لاس ونیولم دکلي نه کوز دخوړ په غاړه دوکان و کلچې لاډوګان او مومپلي یې راته واخیستل اوښبنو ځدراڼو ملاصیب ته وویل چې دوی به مونږ له ځانه سره دحقاني صیب ترکوره ورسوو؟!ملاصیب ورته اوویل چې ګوره زه یې دالله درضا پخاطر خدمت کوم ترڅو چی وارثان ییدا کیږي زما سره به وي خو هغوی پخپله خبره تینګار کاوه شاید ماسپښین ته نږدې ترمیرانشاه ورسیدو دوی دچارتراشو بارونه واړول مونږیې له اوښانو راکوز کړو دحقاني صیب حجرې ته یې راوستو یوسړی چې ږیره یې خریلي وه غټ غټ پلن بریتونه یې و زه ولیدم ناڅاپه یې راباندې غږ کړ عصمت عصمت ! دا غږ پرمادیر خوږ ولګیده مخ مې واړاوو نه ګورم چې زابط صیب خان محمد ولاړ و په غیږ پورې یې ټینګ ونیوم ښه شیبه یې به په سینه پورې نیولی وم ،بیا یې زما د خورکۍ پرسرلاس راتیرکړ ویې پوښتل کله راغلی یئ؟ له چاسره راغلي یئ؟ ما وپیژانده چې دا خو مې دپلارجان ملګری دی په قرغه کې زما دبلار سره افسر و زه غم ګونګ کړی وم له خولې مې آه نه ووت دیوې غټې پلنې ږیرې والا دنګ سړی چې ژیړه پګړې یې برسره وه توفانچه یې په غاړه کې پرته وه په ګړندیو قدمونو راروان وو له زابط صیب نه یې وپوښتل دادې بچیان دي؟ ورته کړه یې نا، دازمونږ دقوماندان صیب بچیان دي. پلار یې په پل چرخي کې بندي دی. ددې خبرې سره دهغې په مخ پریشاني راخوره شوه بیا یې ترې وپوښتل دوی رامهاجر شویدي؟ زابط صیب لمانه وپوښتل: بچیه کور مو چیرته دې خو اوښبون ځدراڼ ورته ټوله کیسه وکړه بیایې ورته وویل: حاجي صیب ترتامې راورسول حاجي صیب (مولوي جلال الدین حقاني) هم پخبله سینه پورې ونیوم دده دزړه درزا مې محسوسوله راته ویې ویل بچیه! ته به دلته مکتب وایې هیڅ شی ته مه خفه کیږه!

بیایې په یولاس زه او په بل لاس یې زما خور ونیوو خپل کورته دې دننه کړو دالحاج خلیفه سراج الدین حقاني مورته یې وویل: چې تاته خو خدای پاک کورته جنت راوست ـ ها ـ دا دواړه به له نصیرالدین نه کم نه ګڼې سراج الدین حقانې لمانه ډیر کوچنی وو.

سیباره یې په لاس کې وه ومې لیده اوس یي هم هماغه شیبې لمانه نه هیریږي مورته یې غږ کړ ادکې! دده خو دا کالي ډیر زاړه دي نوي جامې به ورته کوې!

نصیر الدین حقاني هم زما نه لږ کشر و. اخ سراج الدین حقاني؟؟؟ ته چې لما کوچنی وې زما دخوشحالولو لپاره دې څومره اسرار کاوه ؟! زما دې سر لتا قربان شي!

(ادکې) به هره ورځ زما کالي تیارول دشبې به یې ېښې لاسونه په تیلو راغوړ کړل سهار به یې دقلعې قاري صیب ته ورلیږلم هره ورځ به یې خوږې کیسې به راته کولې ډیر ناز راکاوو دموره ناز؟! چې ماته له خپلې مورنه هم مهربانه شکاریده. څلورمه ورځ مې تره راورسیده دحقاني صیب سره کښناسته زه یې هم ترڅنګ کشیناستم حقاني صیب زما دبلار دبندي کیدو علت ترینه وپوښت: تره مې ورته اوویل : په پغمان کې خلقیانو یوملاصیب نیولی و د قرغې به فرقه کې بندي وه یوه شپه دفرقې قوماندان ډګروال صیب ته اوویل: دا ملا دانګریز بچی دي باید نن یې ووژنې، ډګروال صیب ورته اوویل؛ ما دخپل هیواد دخلکو دساتنې لوړه کړي نه د وژنې، داکاربه هیڅکله ونکړم. بس همدایې جرم و په همدې جرم په پل چرخی کې بندی دې، دده مشر زوی چې دحقوقو پوهنځې محصل و دپلار ملاقات ته ورغلی و چې یو خلقي افسر دپلار په وړاندې وواژه. وریندارې مې هجرت ته ملا وتړله هغې به ویل : زه به خامخا دژوند تر وروستی سلګۍ جهاد کوم زه په هرات کې وم چې وریندارې مې هجرت ملا وتړله هغه هم په لاره کې شهیده شویده شاید چا زهر ورکړي وي. حقانی صیب ددې خبرې به اوریدو ډیر خفه او قهرجن شو خوزما تره ته یې ډاډګیرنه ورکړه زمونږ دمصارفو ژمنه یې ورسره وکړه خو ټینګار یې پر وکړ چې زمونږ دتعلیم غم به خامخا خوري هسې نا چې بیسواده لوی شي بیا مې تره له حقاني صیب مننه وکړه او دوعاګانې یې ورته وکړې. حقاني صیب زمونږ لپاره ښې ډیرې روبۍ ورکړې او بیا یې رخصت کړو په طورخم وابس کابل ته لاړو له هغې وروسته مو دپلار درک ورک شو او ترننه یې دمرګ اوژوند معلومات نه کیږي. تره مې په ده افغانانو کې دوکان درلود خو د ډاکترنجیب په وخت کې هغه هم ونیول شو او هغه هم ترننه ورک دی . اوس نو باید زما په زړه کې بلې لمبې په انتقام اخیستنه مړې کړم.

عصمت پکتیاوال

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

اسلام علیکم
ستا کیسی وژړولم ،زما او ستا کیسه سره ورته ده ،او زما په زړه کې دبلې لمبې انتقام اخیستنه داولادونو په زدکړو اخلم
الله عزوجل دی د ښاغلی حاجي صیب (مولوي جلال الدین حقاني) او نورو سپیڅلو مشرانوسره کورنی او اولادونه په خپله ساتنه کی ولری
تاته دی الله صبر درکړی
الله دی د مور او پلا ر روحونه د تل لپاره ښاد ولره

saleem

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته

دغه قصې ډیر وژړولم، الله جل جلاله دې هغه خاینان برباد کړي چې زمونږ د شهیدانو وینې په امریکا خرڅوي
الله جل جلاله دې په مونږ ورحمیږي او الله جل جلاله دې مونږ ته هدایت وکړي
الله جل جلاله دې د مجاهدینو په قدمونو کې برکت واچوي او الله جل جلاله دې کامیابي ورکړي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close