fbpx

يوه مياشت وروسته مرې

دکتور عبدالمعز ربوشة- د الازهر پوهنتون د تاريخ استاد

ډاکټر ښځې ته وويل، چې مېړه يې ډېر زيات ناروغ دی، د بهر او کور کارونو او ستونزو پرېشانه کړی او دې ته يې په پټه ځينې مشورې ورکړې، چې بايد د خاوند د ښه کېدو لپاره يې عملي کړي.

پرې يږده، چې هر وخت له خوبه راپورته کيږي، کار مه پرې لره، په خبرو کې مه ورغورځه، جګړې ورسره مه کوه، تل هڅه کوه، چې خوشحاله يې وساتې، درې وخته خواږه او مناسب خواړه ورته تياروه، د کور له ستونزو يې مه خبره، تل يې هڅوه، چې تلويزون کې سپورتي پروګرامونه وګوري، ماښام، چې له دفتره راځي، نو خيرنه مه اوسه، بايد خپل ځان پاک سوتره ساته او په خندا ورته ښه راغلاست ووايې او پر وخت ورته ډوډۍ تياره کړې. د خبرو په پای کې ډاکټر ښځې ته وايي، که يوه اونۍ دې دا نصيحتونه عملي کړل، نو خاوند به يې روغ جوړ شي او که له خپل عادته وانه وښته، نو يوه مياشت وروسته به يې مېړه مړ وي. ښځه، چې له کلينيکه راووته، نو سړی ورته وايي، چې ډاکټر څه وويل؟

ښځې تندی ترېو کړ، چې يوه مياشت وروسته مرې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د