افغانستان

د لويي جرګې ځای ته نيژدې دوه توغندی ولګېدلې

Delegates talk during a four-day long loya jirga, a meeting of over 2,000 Afghan tribal elders and leaders, in Kabul on November 16, 2011. President Karzai outlined a string of conditions for long-term US bases in Afghanistan at a major gathering of elders debating the country's future and peace efforts with the Taliban. Karzai told day one of the loya jirga that he wanted Afghan-US relations to be those of 'two independent countries' and assured neighbours such as China and Russia that a long-term deal would not affect their ties with Afghanistan.نن ټکی آسیا: نن سهار په کابل کي د لويي جرګې د ځای سره نيژدې دوه توغندۍ ولیګدلې چي له کبله يې یو تن ټپي شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي هم پيښه ومنله خو زیاته يې کړه چي نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل پر ښار دوه توغندۍ وویشتل شوې، چي يوه يې د ښار په څلورمه حوزه کي د سرسبزي په څلور لار او بل يې د باغ بالا په ګردنه سیمه کې ولګېدلې.

هغه زیاته کړه چي په ګردنه کي چي کومه توغندۍ ولګیدله د هغې له کبله يې یو تن ملکي وګړی ټپي شو.

د باغ بالا سیمه د لويي جرګې دځای سره نیژدې سیمه ده، او څلورمه ناحیه نسبتا لیري ده، خو داسي معلومیږي چي د توغندیو هدف به د لويي جرګې خیمه وي.

د حزب اسلامی یو تن ویاند چي ځان زبیر صدیقي معرفي کوي، ادعا کړې چي یادي توغندۍ ددوی پلویانو ویشتلي، او تلفات يې هم اړولي دي.

او له بلي خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چی تیره شپه دوی د لويي جرګې پر سیمه دوه توغندۍ وویشتلې خو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ په کابل کې لویه جرګه جوړه شوه، خو طالبانو، حزب اسلامی او یو شمیر نورو سیاسي ګوندونو په بشپړه توګه رد کړې.. یاده غونډه به د نن سره درې ورځي نور دوام ورکړي، تر څو د امریکا سره د ستراتیژیک تړون او طالبانو سره د سولي پر مسئلو خبري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x