سکاټلینډ د نړیوال جام ځانګړی ریکاډ خپل کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام ۴۰مه لوبه د استرالیا او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې ځانګړی ریکاډ خپل کړ.

نننۍ لوبه کې د کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې د یوې لوبډلې تر ټولو زیات لوبغاړي له کومې منډې جوړولو پرته وسوځیدل.

دغه لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې پنځه لوبغاړي کوټزر، مومسن، کولمن، ټېلر او وارډلا له کومې منډې جوړولو پرته په صفر وسوځیدل او دغه نړیوال ریکاډ يي د سکاټلینډ لوبډلې په نوم ثبت کړ.

د کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې دا لومړنۍ ځل دی چې د یوې لوبډلې په دې شمیر لوبغاړي له کومې منډې جوړولو پرته سوځیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د