استرالیا د سکاټلینډ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام ۴۰مه لوبه د استرالیا او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې استرالیا د سکاټلینډ لوبډلې ته په ۷ ویکټو د لوبې په ۱۵.۲ اورونو کې ماتې ورکړه.

استرالیايي لوبډل مشر د لوبې پچې ګټلو سره توپ اچونې پریکړه وکړه. سکاټلینډ لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۲۵.۴ اورونو کې په ۱۳۰ منډو وسوځیدل.

نننۍ لوبه کې د سکاټلینډ لوبډله د کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې لومړۍ لوبډله وه چې پنځه لوبغاړي يي له کومې منډې جوړولو پرته وسوځیدل.

میچن په ۳۵ توپونو ۴۰، ډیوې په ۳۵ توپونو ۲۶، میک لیوډ په ۱۹ توپونو ۲۲ منډې جوړولو سره د سکاټلینډ لپاره تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. لیسک په ۱۱ توپونو ۲۳ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د استرالیا لپاره سټارک او کمینس تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. سټارک خپل ۴.۴ اورنو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او ۴ ویکټې يي واخیستې. کمینس خپل ۷ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

په ځوابي توپ وهنه کې استرالیايي لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۵.۲ اورونو کې پوره او سکاټلینډ ته يي په ۷ ویکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه چې د لوبې ۲۰۸ توپونه پاتې ول.

استرالیايي لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې کلارک په ۴۷ توپونو ۴۷ او واټسن په ۲۳ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې. وارنر په ۶ توپونو ۲۱ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره وارډلا، ټېلر او ډیرې یوه یوه ویکټه واخیسته. وارډلا خپل ۵ اورونو کې ۵۷، ټېلر خپل ۵ اورونو کې ۲۹ او ډیوې خپل ۵ اورنو کې ۳۸ منډې ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د