افغانستان

حزب اسلامی: لويه جرګه ناقانونه او پریکړي يې مردودي دي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د حزب اسلامي په یوې خبرپاڼي کي دغه خبري شوي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي چي د سبا ورځي لویه جرګه او د امریکا سره ستراتیژیک تړون یو ناقانونه اقدام دی، نو ځکه به ددې جرګې ټولي پریکړي به مردودي او افغان ولس ته به د منلو وړ نه وي.

د کتونکو د بشپړ معلوماتو لپاره نن ټکی اسیا دغه خبرپاڼه کټ مټ نشر ته سپاري:

بسم الله الرحمن الرحيم

اطلاعيه

د کابل لويه جرګه ناقانونه او پريکړې يې مردودې دي دا دي پر افغانستان مسلط ځواک د خپلې ناروا واکمنۍ د اوږديدو او نامشروع اغراضو د پلي کيدو په موخه يوې بلې ناروا ته ملا تړلې او پداسې حال کې چې د دموکراسۍ تيږې پر سينه ډبوي د افغان ولس رايې ته سپکاوي کوي او غواړي پر خپلې له مخکې نه تيارې شوې پريکړې د هغو کسانو ګوتې کيږدي چې د واکمنو په شمول يې هيڅوک هم د ولس منتخب استازي نشي بللي.

 لويه جرګه له ځايه د انتصاب پر بنسټ ولاړه ده او تل هر واکمن د خپلې خوښې پريکړې پرې مهر کړيدي، خو دا ځل له بل هر وخت نه زياته بې خونده او بې قانونه ده، ځکه دداسې يوه حکومت تر اشراف لاندې دايريږي چې د خلکو خبره پر تن جامې يې هم پردۍ دي او څرنګه چې د واکمن دولت د نفوذ ساحه ډيره محدوده ده، نو اړ شوي د لويې جرګې ټاکلې شميره په هغو کسانو سره پوره کړي چې له لسيزو راهيسې د غربي هيوادونو تابعيت لري..

د تشويش او تأسف خبره ده چې پر ملک قابض ځواک همدا ناقانونه او د ولس له استازيتوبه محرومه جرګه ددې لپاره نده رابللې چې د کوم واکمن د ټاکنې پاڼه پرې تأييد کړي، بلکې هڅه کوي تر خيمه لاندې راټول شوي کسان د واکمنو حيلې ته د بري لار پرانيزي او د ستراتيژيک تړون تر عنوان او پرده لاندې د پرديو نيواکګرو پوځي شتون ته قانوني بڼه ورکړي!!

تاريخ شاهد دي چې افغان مسلمان ولس کله هم پرديو ته سر ندي ټيت کړي او نه يې کوم يرغلګر ته پدې شهيد پالونکې خاوره کې د آرام ژوند فرصت ورکړي، افغانان آزادي خپل حق ګڼي او کولي شي له خپل ټاټوبي نه په ميړانه دفاع وکړي، پردي يې نه پرون منلي او نه يې نن منلي شي، ستراتيژيک تړون او يا بله حيله او بهانه واقعيتونه نشي بدلولي، افغانان هيڅکله هم هغه يرغلګر ځواکونه پخپل هيواد کې نشي زغملي چې په تيرو لسو کلونو کې يې په لسګونه زره ککرۍ په وينو کې رغړولې دي او دا ميړني خلک دومره ناپوه ندي چې د خپل سر دښمن د ساتونکي په توګه ومني.

حزب اسلامي افغانستان د تل په څېر نن هم د ولس په خواکې دي او د پرګنو د هيلو او رايو درناوي خپله دنده بولي، له همدې لامله يې د يرغلګرو په وړاندې د جهاد بيرغ پورته کړي او هيچا ته دا حق نه ورکوي له افغانانو نه د خپل برخليک ټاکلو حق سلب کړي، له بهرنيو هيوادونو سره د ستراتيژيکو تړونونو په اړه يوازې هغه کسان تصميم نيولي شي چې د پرګنو له رښتوني استازيتوب نه برخمن وي، د واکمنو له لوري نصب شوي نه د ملت استازي دي او نه د دا ډول مهمو قضاياو په اړه د تصميم او پريکړې حق لري، نو د کابل لويه جرګه ناقانونه او پريکړې يې مردودې دي.

د حزب اسلامي افغانستان د سياسي چارو رياست

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x