افغانستان

د ګډ حکومت د دواړو مشرانو نشتوالي کې عبدالرشید دوستم واکدار دی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د دواړو مشرانو د نشتوالي له امله د جمهوري ریاست لومړی مرستیال او مشهور جنګسالار عبدالرشید دوستم د هېواد مشري په غاړه لري.

د ګډ حکومت لومړی مشر نن سعودي عربستان ته وخوځید، چې له عمرې وروسته به سبا – یکشنبه – د سعودي له چارواکو سره وګوري.

د سعودي رسنۍ وايي، چې د ګډ حکومت مشر نن مکې مکرمې ته ځي او سبا به د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره وګوري.

د نوموړي د سفر موخه، د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو تر څنګ له طالبانو سره د سولې په اړه د سعودي د همکاري غوښتل هم بلل شوي دي.

د ګډ حکومت بل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرون هندوستان ته په درې ورځني سفر لاړ، چې په دې توګه په هېواد کې دمګړۍ جنرال عبدالرشید دوستم لومړی واکدار دی.

د عبدالله عبدالله د سفر موخه هم د هندي دولت په نورو همکاريو سربېره د سولې په پروسه کې د دوی مرسته غوښتل بلل شوي دي.

عبدالله عبدالله په پلازمېنه ډيلي کې د یو خبري کنفرانس په اوږدو کې وویل چې په افغانستان کې سوله د دوی په لومړیتوبونو کې راځي، په داسې حال کې چې تر اوسه د اجرايوي ریاست له لوري د سولې د هڅو اړوند کوم ګام نه دی پورته شوی.

د ګډ حکومت د دواړو مشرانو په نیستي کې د هېواد واګې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په لاس کې دي، چې په خبره يې دا يې د «خوښۍ» ورځې دي.

جنرال عبدالرشید دوستم د روان کال د لېندۍ په څلورمه د اشرف غني د یو سفر په مهال هم ویلي و، چې د ژوند د خوښۍ ورځې يې همدا دي، چې د اشرف غني په نشتون کې دی ولسمشر وي.

عبدالرشید دوستم چې د لسګونو زره کسانو پر وژنه، زرګونو کسانو پر لوټونه او د زرګونو جریبه ځمکو پر غصب تورن دی، پخپله اشرف غني هم په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یو « پېژندل شوی قاتل » باله، خو اوس د نوموړي مرستیال او په نشتوالي کې يې د واک واګې په لاس کې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
shahwali

دا دالله باک ورکړه چه چا ته ورکړی هغی ته ورکی سعدی صاخب وای خدا دادګان را ستیزه مکن خدادارا خدا داده است

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x