افغانستان

دادفر سپنتا: امریکا باید په افغانستان کي دایمي فوځي تاسیسات ولري

نن ټکی آسیا: د افغانستان پخواني وزیر خارجه او د ولس مشر د ملي امنیت اوسني سلاکار رنګین دادفر سپنتا تیره ورځ واضحه کړه چي باید امریکا په افغانستان کي فوځي اډي ولري.

سپنتا چي تیره ورځ يې د ولسي جرګې په وړاندي خبري کولې وویل چي د امریکا رول په افغانستان کي خورا مهم دی، امریکا د څلور سوه زره افغاني ځواکونو روزنه په غاړه لري،

په اصطلاح د تروریزم او د هغوی د ملاتړو او مرکزونو د له مینځه وړلو لپاره د هغوی مبارزه د پام وړ ده، نو ځکه دوی (امریکا) باید په افغانستان کي دایمي فوځي تاسیسات ولري.

هغه په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي دا فوځي اډي به هیڅ کله دا اجازت ونه لري، چي د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمال کړي.

د راتلونکي لويي جرګې په اړه سپنتا وویل چي دا یواځي مشورتي بڼه ولري، او ددې جرګې پریکړي به هیڅ قانوني بڼه ونه لري، ددې جرګې پریکړي به ملي شورا ته واستول شي، او بیا د هغه ځایه څخه د تصویب وروسته به ولسمشر ته د توشیح لپاره ولیږل شي، او د تصویب وروسته به عملي شي.

هغه وویل چي هر حکومت دا صلاحیت لري، چي دا رنګه سندونه لاسلیک کړي.

میدانښار، وردګ( لړم ۲۳ مه ۱۳۹۰)
په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۰) تنو ښځو ته دروزنیزو زده کړو وروسته اړین
وسایل  وویشل شول.
دمیدان وردګو ولایت دښځو چارو ریاست لخوا او دامریکا دهېواد کرني او
مالدارۍ وزارت په مالي مرسته ددې ولایت (۴۵۰) تنو ښځو ته دحرفوي زده کړو
وروسته دمربع،جوسو، روب جوړولو او دمیوو وچولو اړین ۶ قلم مواد دولایت
والي محمد حلیم فدایي او دښځو چارو سرپرستې ریسې لخوا وویشل شول.
ښاغلي والي دامریکا هېواد دکرنې وزارت څخه مننه وکړه چې دولایت دلرې پرتو
ښځو د اقتصادي ژوند د بسیاکیدو  او هغوۍ ته دکار د پيداکیدو په موخه یې
دغه اړینه پروژه پلې کړه چې له امله به یې کلیوالي ښځې په دې وتوانیږي چې
دخپلې کورنۍ لپاره به ددغې لارې څخه حلال رزق وګټي او دمصروفیت یو زمینه
به ورته برابره شي.
دښځو چارو سرپرستې ریسې ګل اندامې دینا وویل چې لومړی دامریکا دکرنې
وزارت دښځينه متخصیصینو لخوا ددې ریاست کارکوونکو ته تریننګ ورکړل شو چې
وروسته دیاد ریاست کارکوونکي پدې وتوانیدې چې دولایت دټولو اداري واحدونو
څخه ۴۵۰ تنه ښځې را وغواړي او هغوۍ ته دمربع، جوسو، روب او میوو وچولو په
اړه زده کړې ورکړي چې نن موږ نوموړو ښځو ته ۶ قلمه اړین مواد چې دوۍ سره
دیادو شیانو په جوړولو کې مرسته کوي دویشلو شاهدان یو، اغلې دینا داهم
وویل چې ددې سره به نورې کلیوالي ښځې هم ته دې ته لیوالتیا پيداکړي ترڅو
دښځو چارو ریاست سره خپلې اړیکې قوي ترڅو په راتلوونکي دوۍ هم د داډول
پروژو څخه برخمنې شي.

شاهد الله شاهد ، دو لایت ویاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x