زیمبابووي د هندوستان په وړاندې له غوره لوبې وروسته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۳مه ۱۳۹۳ل): هندوستان د زیمبابووي لوبډلې ته د نړیوال جام په ۳۹مه لوبه کې په ۶ ویکټو د لوبې په ۴۸.۴ اورونو کې ماتې ورکړه.

هندوستان د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه. زیمبابووي د ټېلر غوره توپ وهنې په مرسته په ۴۸.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۷ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې ټېلر د زیمبابووي لوبډلې لپاره تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۱۱۰ توپونو د ۱۵ څلوریزو او ۵ شپږیزو په مرسته ۱۳۸ منډې جوړې کړې.

ویلیمز هم نننۍ لوبه کې د زیمبابووي لپاره په ۵۷ توپونو د ۳ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره توپ اچونې په برخه کې محمد شامې، یادف او شرما درې درې ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. شامې خپل ۹ اورونو کې ۴۸، یادف خپل ۹.۵ اورونو کې ۴۳ او شرما خپل ۱۰ اورونو کې ۴۸ منډې ورکړې.

هندوستان په ځوابي توپ وهنه کې ټاکل شوی هدف د راینا او دوني غوره توپ وهنې په مرسته څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۴۸.۴ اورنو کې پوره کړ.

د هندوستان لپاره سریش راینا په ۱۰۴ توپونو د ۹ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مرسته ۱۱۰ منډې او مهیندرا سینګ دوني په ۷۶ توپونو د ۸ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۸۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د زیمبابووي لوبډلې توپ اچوونکي غوره توپ اچونه پیل کړه او وتوانیدل د لوبې په پیل کې څو چټکې ویکټې لاسته راوړي خو وروسته بیا هندوستاني توپ وهوونکي راینا او دوني د لوبې بڼه بدله کړه.

دغه لوبه کې پنینګارا خپل ۸.۴ اورونو کې ۵۳ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي په سوځولو بریالی شو. مسکدزا هم یوه ویکټه واخیسته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د