fbpx

د فرانکفورټ هوايي ډګر جوماتونو ته هر کال د ۱۸۰ هېوادونو مسلمانان راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۳ل): د المان فرانکفورټ نړيوال هوايي ډګر څلورو جوماتونو ته هر کال د ۱۸۰ بېلابېلو هېوادونو پنځه لکه مسلمانان راځي.

فرانکفورټ نړيوال هوايي ډګر کې د مرکزي مسجد او درې وړو جوماتونو ترکي الاصله المانی مسؤول اورهان اوکال وايي، چې دغه هوايي ډګر کې هر کال پنځه ميليونه مسافر کوزيږي، چې پنځه لکه يې يوازې هغه مسلمانان دي، چې د فرانکفورټ هوايي ډګر جوماتونو ته راځي.

اورهان زياتوي لومړی مرکزي جومات دېرش کاله پخوا جوړ شوی او دی، چې پنځلس کاله پخوا دې جومات کې امام شو، نو هغه مهال به دې جومات ته يوازې لسګونو لمونځ کوونکي او د هوايي ډګر مسلمان کارګران راتلل، مګر اوس دغه شمېره لکونو ته رسېدلې ده.

د فرانکفورټ هوايي ډګر کې د مرکزي جومات امام اورهان زياتوي، چې د څلورو واړو جوماتو مصارف، د ملا امامانو او خادمانو تنخواګانې د المان حکومت ورکوي.

په هر جومات کې شاوخوا دوه سوه لمونځ کوونکي ځاييږي او هر يو کې د جمعې لمونځونه ادا کيږي او هر جومات کې په الماني او عربي ژبو خطبې ويل کيږي.

د هوايي ډګر مرکزي او درې واړه نور جوماتونه د مسلمانانو پر مخ خلاص وي، د اودسونو ځايونه لري او د لارښوونو لپاره لوحې هم په کې لګېدلي دي او په هر جومات کې د سړيو او ښځو جلا جلا ځايونه دي.

د الجزيرې تلويزون خبريال فرانکفورټ هوايي ډګر کې څلورو واړو جوماتو کې د بېلا بېلو هېوادونو له مسلمانو مسافرو سره خبرې اترې کړي دي.

د هوايي ډګر د مرکزي جومات امام اورهان اوکان الجزيرې تلويزون ته ويلي، چې څلورو واړو جوماتونو کې د پنځو لمونځونو سربېره، د جمعې لمونځونه، روژو کې هر ماښام روژه ماتی او د حج په وختونو کې مسلمانانو ته د حج د لارښوونې لارې چارې ورښيي.

دا يوازې د فرانکفورټ هوايي ډګر نه دی، چې جوماتونه په کې اباد دي، بلکې د المان په ګڼو نورو هوايي ډګرونو کې هم
د المان ډوسلډروف هوايي ډګر کې پر دېرش مربع متره ځمکه يو جومات جوړ شوی، چې هر کال له ۶۵ زرو زيات لمونځ کوونکي ورځی او دغه شمېر ورځ تر بلې زياتېدونکی دی.

د ډوسلډروف هوايي ډګر چارواکي وايي، چې دوی په دې خبره فخر کوي، چې مسلمانانو لپاره يې داسې يو جومات جوړ کړی، چې دوی په کې خپل عبادتونه کوي او په ځانګړې توګه دې جومات ته د شمالي ولايت «راين» ډېر مسلمانان راځي.

راين کې له يو ميليون زيات مسلمانان ژوند کوي.

د دې تر څنګ راين ولايت کولونيا هوايي ډګر کې هم ډوسلډروف په څېر يو جومات اباد دی، چې هره ورځ سلګونو مسلمانان په کې لمونځونه کوي.

په دې وروستيو کلونو کې د المان په ګڼو هوايي ډګرونو لکه، ميونيخ، بريمن، هانوفر، شټوټغارټ او ګڼو نورو هوايي ډګرونو کې د الماني مسلمانانو په هڅو او زيار جوماتونه جوړ شوي دي.

تازه سروې ګانې وايي، چې لويځو هېوادونو کې د اسلام ضد حرکتونو سربېره د مسلمانانو شمېر مخ پر زياتېدو دی او که دا شمېره همداسې روانه وي، نو کېدای شي راتلونکو لسو کلونو کې اروپا او امريکا کې اسلام د نورو اديانو په پرتله زيات پلويان ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د