افغانستان

په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۰) تنو ښځو ته دروزنیزو زده کړو وروسته اړین وسایل وویشل شول

میدانښار، وردګ( لړم ۲۳ مه ۱۳۹۰)

دمیدان وردګو ولایت دښځو چارو ریاست لخوا او دامریکا دهېواد کرني او مالدارۍ وزارت په مالي مرسته ددې ولایت (۴۵۰) تنو ښځو ته دحرفوي زده کړو وروسته دمربع،جوسو، روب جوړولو او دمیوو وچولو اړین ۶ قلم مواد دولایت والي محمد حلیم فدایي او دښځو چارو سرپرستې ریسې لخوا وویشل شول.

ښاغلي والي دامریکا هېواد دکرنې وزارت څخه مننه وکړه چې دولایت دلرې پرتو ښځو د اقتصادي ژوند د بسیاکیدو  او هغوۍ ته دکار د پيداکیدو په موخه یې دغه اړینه پروژه پلې کړه چې له امله به یې کلیوالي ښځې په دې وتوانیږي چې دخپلې کورنۍ لپاره به ددغې لارې څخه حلال رزق وګټي او دمصروفیت یو زمینه به ورته برابره شي.

دښځو چارو سرپرستې ریسې ګل اندامې دینا وویل چې لومړی دامریکا دکرنې وزارت دښځينه متخصیصینو لخوا ددې ریاست کارکوونکو ته تریننګ ورکړل شو چې وروسته دیاد ریاست کارکوونکي پدې وتوانیدې چې دولایت دټولو اداري واحدونو څخه ۴۵۰ تنه ښځې را وغواړي او هغوۍ ته دمربع، جوسو، روب او میوو وچولو په اړه زده کړې ورکړي چې نن موږ نوموړو ښځو ته ۶ قلمه اړین مواد چې دوۍ سره دیادو شیانو په جوړولو کې مرسته کوي دویشلو شاهدان یو، اغلې دینا داهم وویل چې ددې سره به نورې کلیوالي ښځې هم ته دې ته لیوالتیا پيداکړي ترڅو دښځو چارو ریاست سره خپلې اړیکې قوي ترڅو په راتلوونکي دوۍ هم د داډول پروژو څخه برخمنې شي.

شاهد الله شاهد ، دو لایت ویاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x