fbpx

هغه هېوادونه چې پلازمېنې يې بدلې کړي!

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه ۱۳۹۳ل): په نړۍ کې ۸ داسې هېوادونه شته چې د بېلابېلو لاملونو له کبله یې خپلې پلازمېنې بدلې کړي. په منځني ختيځ کې مصر هم اوس ددې پلان لري چې پلازمېنه بدله کړي.

د سیسي په مشرۍ د کودتا له لارې راغلی حکومت د پلازمېنې قاهرې اړوند سیمو کې په ۷۰۰ کیلومتره سیمه کې نوې پلازمېنې جوړوي.

اوسمهال په نړۍ کې ۸ داسې هېوادونه شته دی چې خپلې پلازمېنې یې بدلې کړي دي او په لاندې ډول دي:

د نایجیریا پخوانۍ پلازمېنه

نایجیریا
افریقايي هېواد نایجیریا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پلازمېنه يې د مصروف اقتصادي مرکز څخه لرې کړه. په ۱۹۹۱ز کال کې نایجیریا ابوجا خپل پلازمېنه کړه. تر هغې وړاندې د نایجیریا پلازمېنه لاګوس وه.

نایجیریا اوسنۍ پلازمېنه

 

میانمار

پخوانۍ پلازمېنه

د جنوبي ختیځې اسیا هېواد میانمار دوهم نوم برما دی. هغه برما چې مسلمانان په کې لکه د قربانۍ څاروي په څېر حلالیږي او د لرګیو په څېر په اور سوځیږي. په ۲۰۰۵ز کال د برما پوځي حکومت پلازمېنه د رنګون څخه ۳۲۰ کیلومتره لرې ویوړه او نیپیادو يې د هېواد نوې پلازمېنه کړه.

اوسنۍ پلازمېنه

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د پلازمېنې د تبدیلولو یو لامل د برما د حکومت په خپل خرافاتي بودايي دین ټینګه عقیده ده. داسې چې یو نجومي وړاندوېینه کړې وه چې په برما به بهرني ځواکونه برید کوي. د نجومي همدا پیشګويي شوه چې برما پوځي حکومت پلازمېنه بدله کړه. اوس نوې پلازمېنه د جغرافیايي او ستراتيژیکي لحاظه په ډير مهم ځای کې پرته ده.

روس

پخوانۍ پلازمېنه

سینټ پيټرزبرګ د ۱۷۱۲ څخه تر ۱۹۱۸ (دوه سلیزې) پورې د روس پلازمېنه وه. دا ښار په ۱۷۰۳ کې پيټر جوړ کړی و. د ۱۹۱۸ راپدېخوا تر دې مهاله ماسکو د روس پلازمېنه ده.

اوسنۍ پلازمېنه

 

برازیل

پخوانۍ پلازمېنه

د لاتیني امریکا هېواد برازیل په ۱۹۵۰ کې خپله پلازمېنه بدله کړه. تر هغې وړاندې ریو ډي جنیرو د برازیل پلازمېنه وه خو د تېرو ۶۵ کلونو راهیسې بیا برازیلا ښار ددغه هېواد پلازمېنه ده. دا مرکزي ښار یې له دې کبله پلازمېنه کړه چې دلته مشهورې ملکي ودانۍ موجودې وي. دا ودانۍ د نوې معمارۍ موسس نیر مایر جوړې کړې وه. ددغه ښار پرانېسته په ۱۹۶۰ز کال کې وشوه.

اوسنۍ پلازمېنه

 

پاکستان

پخوانۍ پلازمېنه

د پاکستان برحاله پلازمېنه اسلام اباد ده. هغه مهال چې د هند نیمه وچه تقسیمه شو او پاکستان وجود ته راغی نو د پاکستان موسس محمدعلي جناح د زېږدنې ځای او د نفوس له نظره ستر ښار کراچۍ د پاکستان پلازمېنه وټاکل شوه.

اوسنۍ پلازمېنه

په ۱۹۶۰ز کال د پاکستان پوځي ولسمشر پلازمېنه د سند ایالت څخه اسلام اباد ته ولېږدوله.

قزاقستان

پخوانۍ پلازمېنه

اوسنۍ پلازمېنه

د قزاقستان پلازمېنه د نورو هېوادونو په پرتله نېږدې وخت کې بدله شوې. په ۱۹۹۷ز کال کې د الماتي پر ځای استانه د دغه هېواد پلازمېنه وټاکل شوه. الماتي اوس د هېواد یو ستر صنعتي مرکز او تر ټولو زیات ګڼ ښار دی.

تنزانیه

پخوانۍ پلازمېنه

د ودانیو ماهر جیمز روسنټ په ۱۹۸۰لسیزه کې د تنزانیه د نوې پلازمېنې دودوما پلان مکمل کړ. خو د ځایونو او اسبابو په لېږدولو کې پوره بریالی نشو. اوسمهال د تنزانیه ملي پارلمان ناسته په اوسنۍ پلازمېنه دودوما کې کیږي او د هېواد نورو زیات وزارتونو دفترونه او ټول بهرني سفارتونه په پخوانۍ پلازمېنه دارسلام کې دي.

ایوري کوسټ

پخوانۍ پلازمېنه

آبډ جان د لویدیځې افریقا د هېواد ایوري کوسټ ستر او اقتصادي ښار دی. په ۱۹۶۰ کې دې هېواد ازادي واخېستله او لومړي ولسمشر یې خپل د زېږدنې ځای یاموزوکرو د هېواد پلازمېنې په حیث ټاکلو لپاره پلان جوړ کړ.

یاموزوکرو بالاخره په ۱۹۸۳ کې د ایوري کوسټ پلازمېنه شوه.

اوسنۍ پلازمېنه

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د