نړۍ

مصر نوې پلازمېنه جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه ۱۳۹۳ل): مصري چارواکو نن په شرم الشیخ ښار کې اعلان وکړ چې د منځني ختیځ هېوادونو په مرسته به د قاهرې په ختیځ کې نوې پلازمېنه جوړه کړي.

نوې پلازمېنه د قاهرې او سرې بحېرې تر منځ په ۷۰۰ کیلومتره مربع مساحت ځمکه کې جوړیږي چې د ټول سینګاپور هېواد څخه غټه ده.

په شرم الشیخ کې د مصر په اړه کېدونکي کې کنفرانس کې مصري چارواکو هیله ښودلې چې په نوې پلازمېنه کې به ۷ میلیونه خلکو ته د اوسېدو زمېنه برابره شي او هم به ۱،۵ میلیونه خلکو ته روزګار پیدا شي.egypt new capital 2

د کودتا له لارې راغلی د سیسي په مشرۍ د مصر حکومت دغه اقدام به ښايي د قاهرې ګڼه ګوڼه هم کمه کړي. چارواکي وايي چې د قاهرې نفوس ۱۸ میلیونه دی او تر ۲۰۵۰ پورې دغه نفوس ۴۰ میلیونه ته ښايي پورته شي چې وروسته یې په دغه ښار کې کنترولول ستونزمن دي.

د نوې پلازمېنې جوړیدو سره به دولتي دفترونه، وزارتونه، بهرني سفارتونه د پلازمېنې قاهرې څخه نوي ښار ته ولېږدول شي.

د مصر دغه نوي ښار په رغونه کې د متحده عربي اماراتو ستر پانګوال محمد البر هم پانګه اچوي. نوموړي د نړۍ تر ټولو جیګه ودانۍ برج الخلیفه رغولې.

egypt new capital 3په شرم الشیخ کنفرانس کې د بهرنیو پانګه‌والو د جلبونې لپاره د زیربناو (بېخبناء) ځېنې مهم پلانونوهم اعلان هم شول.

دغه اقتصادي کنفرانس کې سعودي عربستان، کویت او متحده عربي اماراتو په مصر کې د ۴ میلیارده ډالرو د پانګې اچونې لپاره سینه ډبولې.

د یادونې وړ ده چې د عربي اماراتو یو شرکت تېر کال اعلان کړی و چې په مصر کې به د ۴۰ میلیارده ډالرو یو پروژه پیلوي چې له مخې به یې په مصر کې یو میلیون کورونه هغو خلکو ته جوړ کړي چې لږ عواید لري.egypt-new-capital-large-169

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x