افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د لويي جرګې د امنیت ډاډ ورکوي

Siddiqullah_Siddiquiنن ټکی آسیا: امنیتي چارواکي وايي چي د رارواني لویي جرګې لپاره يې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي، او په دې برخه کې به هیڅ رنګه بې پروايي ونه شي .

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته وويل چي د امنیتي ځواکونو د لويي جرګې د خیمې د امنیتي د ټینګښت په خاطر پلان جوړ کړی، چي د هغه له مخي د خیمي شاوخوا، په کابل کي دننه امنیت خوندي شوی او هم کابل ته راغلي لاري څارل کیږي.

هغه وویل چي مونږ ډاډمن یو چي لویه جرګه به په سوله ایزه فضا کي جوړه او پای ته ورسیږي.

ټاکل شوې ده چي د را رواني چهار شنبې په ورځ به په کابل کي دودیزه لویه جرګه جوړیږي، او په دې جرګه کي به دوه زره او دیرش تنه برخه اخلي.

دا جرګه به د څلورو ورځو لپاره په کابل کي روانه وي، چي په هغه کي به د نورو مسایلو تر څنګ د امریکا سره د ستراتیژیک تړون خبره باندي خبري کیږي، او په دې اړه به د کابل حکومت ته سلا او مشوره ورکوي.

د بلي خوا طالبانو دا جرګه رد کړې، او ویلي يې دي چې په دې جرګه کي به د امریکا په ګټه پریکړي کیږي.

بايد وويل شي چې طالبانو ډير ځل پر داسې غونډو وسله وال بريدونه کړي چې يو يي هم تير کال د جون په مياشت کې د سولې د مشورتي جرګې پر خيمه په داسې حال کې چې حامد “کرزي” وينا کوله بريدونه وکړل چې بيا له همدې کبله د وخت د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت رئيس استعفاء وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x